په ميدان وردګ ولايت کې په يوه ترافيکي پېښه کې (٥) پنځه تنه شهېدان او(٣) درې تنه ټپيان شول
دمرغومې په (٢٨) مه نيټه دميدان وردګ ولايت دسيداباد ولسوالۍ د دورانيو په سيمه کې په يوه ترافيکي پيښه کې (٥) پنځه تنه شهيدان او (٣) درې تنه ټپيان شول
نوموړى پيښه نن ورځ د مازيکر په (٣) دريو بجو د کابل کندهار په لويه لاره د سيداباد ولسوالۍ د دورانيو په سېمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې يو کرولاموټر د ټونس موټر سره وجنګيده چې پايله کې پنځه تنه شهيدان او درې تنه ټپيان شول، په شهيدانو کې دوه تنه ماشومان هم شامل دي او ټپيان دپښې وروسته د درملنې لپاره دميدانښار روغتون ته انتقال شول چې اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دي.