کابل کې د امريکايې قواوومطبوعاتي دفتر خبر ورکړ چي نن د کابل سره نژدې د امريکا یې فوځيانو يوه چینوک ډوله هليکوپتر چي د طبي کارونولپاره په الوتنه بوخت وه راوغورځيده چي پکښي سپاره ” اوه ” تنه ټول جوړ دي .
په اعلاميه کې ندي ویل سوي چي هليکوپتر ولې رالوېدلې ده خو اعلاميه وايې داسي نښې نښانې نسته چي هليکوپتردي ددښمن له لوري رالوېدلې وي .
یوشمېرسرچینوخبرورکړی چي هليکوپتر نن سهار د کابل د ښار په شمال کې د شکر درې په ولسوالۍ کې دغره سره دټکر له وجي راولوېده .
دیادوني وړده چي په تېرودووورځو کي دادوهمه هلیکوپتره ده چي د نامالوموعواملوله امله رالوېږي پرون هم په ورته پېښه کي د افغانستان په لويديځ هرات کې ملي اردو د يوې څرخکي (هليکوپتر) د غورځيدو له له کبله دهرات د۲۰۷ظفر قول اردو د قوماندان په ګډون د ملي اردو “ديارلس ” تنه افسران وژل سوي وه