په ميدان ولايت کې دپوهنې دملاتړ اودپوهنې پروړاندې دننګونوپه موخه يوه (٨٠٠) کسيزيزه غونډه وشوه
مرغومې ۲۴ مه نيټه
په ميدان وردګ ولايت کې دپوهنې څخه دملاتړ او دپوهنې پر وړاندې دننګونو په موخه دميدان وردګ ولايت د اتو ولسواليوقومي مشرانو،جهادي قوماندانانو،د پوهنې ملاتړ کميټو،محلي شوراګانواو دولسواليوپوهنې مديرانو او مرستيالانو يوه لويه غونډه وکړه.
غونډه کې دپوهنې وزيرښاغلى ډاکتر فاروق وردګ ،ميدان وردګ والي محمد حليم فدايي ،دپوهنې ملاتړ کميټو او محلي شوراګانو استازو ويناوې وکړي ټولو په خپلوويناوو کې دپوهنې د بهير دچټکتي او مخې ته پرتو ستونزو باندې هر اړخيزه رڼاواچوله، د پوهنې قدرمن وزير ډاکتر غلام فاروق وردګ په خپلو خبرو کې دميدان وردګ ولايت دپوهنې اوسني بهير وستايه او زياته يې کړه چې په راتلونکى کال کې به ددې ولايت دپوهنې رياست زياتره ستونزې هوارې کړويوشمېر ښوونځيو ودانۍ جوړې،يوشمېربه يې ترميم او ديو شمېر ښوونځيو احاطى به جوړي کړو او هيله لرم چې د ټول هېواد د پوهنې په برخه کې پرتو ستونزو ته په تدريجي ډول دپاى ټکې کيږدو،ښاغلى وزيرد هېواد په کورنيودښمنانوهم غږ وکړو چې خپل اولادونه د پوهنې دنعمت څخه مه محروموۍ اودولسواکۍ له لارې خپله سياسي مبارزه مخ پروړاندې بوزۍ،دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي هم دپوهنې وزرات د مشرتابه سره دخبرو پايلې مثبتى وارزولې او زياته يې کړه چې موږ اوس په يوې ګډي ستراتيژې کار کوو چې ددې ولايت لومړيتوبونه تشخص او دحل لارې ورته ولټوو.
په اخرکې د ګډونوالو لخوا يو (١٠) ماديز پريکړه ليک ولوست چې منځپاګه يې دپوهنې بهيرګړنديتوب،همغږۍ،دپوهنې پر وړاندې ننګونوته دحلالاره ،امنيت په تامين او د دولت مخالفينوته دهيڅ ډول ورانګارو عملونو اجازه نه ورکول چې زمونږ دسولې فضاء ګډوډه کړي تشکيلوله.همدارنګه پوهنې وزيرلخوا د غازي ميربچه خان مډال دشهيداحاجى معراج الدين زوى ته او دميوند فاتحى درې مډالونه ښځينه ښوونکواوحميرا،مستره اوميناته او همدارنګه (٢٥٣) ستاينليکونه دپوهنې په کارکوونکو ووېشل شول.
ديادونې وړ ده چې ميدان وردګ ولايت کې (٣٠٥) فعال ښوونځي شتون لري چې( ١٢٥٠٠٠) يولکو پنځويشت زره زده کوونکي د (٣٣٢١) استادانو لخوا زده کړه ورکول کيږي.