په زابل ولايت کي امنيتي مسوولينو ومنله چي د نوموړي ولايت په مرکز، قلات ښار کي د ذکيه په نامه يوه پخواني ښونکي او اوس د ټاکنو د دفتر کي د نوم ليکني ماموره په مرموز ډول وژل شوي ده.
غلام جيلاني خان د زابل ولايت د امنيي قومنداني د امنيت آمر وويل : تحقيقاتو ښودلي چي ميرمن ذکيه د خپل ميړه له خوا وژل شوي او بيا د خپلو ماشومانو سره نامعلوم لور ته تيښتيدلي دي.