د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د افغان ولس مشر حامد کرزي او د هند د صدراعظم من موهن سنګ د خبرو په پاې کې د خپرې شوې اعلامیې په نقل لیکلي دي چې ګاونډي هیوادونه دې ترهګرو ته فرصت نه ورکوي.
ورځپاڼې د د همدې مخ په غټ سرلیک کې د امریکايې پوځ د لوې درستیز به حواله لیکلي دي چې د پاکستان په قبائیلي سیمو کې د وسلوالو مرکزونه له منځه وړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د امریکا د لوې درستیز په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او پدې ترڅ کې يې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې ماموریت څیړلې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې هند ته د سفر په مهال د ولس مشر کرزي د وینا دا برخه راغستې چې ترورزم سیمه له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.
ورځپاڼې په عینې حال کې د هند د صدراعظم من موهن سنګ په حواله لیکلي دي چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شوې دي.
ورخباڼې پخپله سرمقاله کې هم هند ته د ولس مشر کرزي په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې ترورزم د سیمې د هیوادونو ګډه ستونزه ده.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې لیکلي دي چې د جمهوري ریاست لخوا استول شوي پلاوي په لغمان ولایت کې د امریکايې ځواکونو په عملیاتو کې د بې ګناه خلکو وژنه تائیده کړه.
دې ورځپاڼې هم د امریکايې پوځ د لوې درستیز په څرګندونو تبصره کړې او هغه په حواله يې لیکلي دي چې په پاکستان کې د وسلوالو له پټن ځایونونه په افغانستان په کیدونکو حملو کې د پام وړ زیاتوالې راغلې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګزڼ یا پولیو پر ضد د واکسین په روان کمپاین تبصره کړې او خلک يې هڅولي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې هم هند ته د افغان ولس مشر حامد کرزي د سفر په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې افغانستان د ممبیي د حملو په اړه د هند له دریځ نه ملاتړ کوي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال دیک چینې په حواله لیکلي دي چې القاعده په پاکستان کې خوندي ځایونه لري.
ورځپاڼې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت په نقل په یو جلا مطلب کې لیکلي دي چې په ښارونو کې د عامه نظم د ټینګښت لپاره نوې پولیس روزي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د سیمه ایزو ادارو د مشر په حواله لیکلي دي چې ولسوالیو ته نا پاملرنه له دولت نه د خلکو د نا رضایتۍ او لرې کیدو سبب ګرځیدلې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولسي جرګې د یو غړي په نقل لیکلي دي چې په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف روانه مبارزه پریکنده نده او پکار ده چې پدې برخه کې په نړیواله کچه یوه واحده ستراتیژي جوړه شي.
ورځپاڼې بیا هم افغانستان ته د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما د مرستیال سفر ته په اشارې لیکلي دي چې بایډن د افغانستان په جنوب کې حقایق لټوي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د اداري مالي او امنیتي چارو د څیړلو لپاره د واکن پلاوي د ټاکلو لپاره د حکومت پریکړه یو پر ځاې اقدام بللې دې.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې په ټولنه کې د عدالت په پلې کولو سره د جنایتونو مخه نیول کیداې شي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د هوا او چابیریال د ککړیدو په اړه پورته شویو اندیښنو ته په اشارې دا پوښتنه کړې چې ددې هر څه مسؤلیت د چا په غاړه دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په بهرني سیاست تبصره کړې او هغه نا انډول بللې دې.
ورځپاڼې په یوبل مطلب کې په افغانستان کې د ماین پاکولو په وړاندې شتو ستونزو ته ګوته نیولې او لیکلي دي چې د نړۍ اقتصادي بحران په افغانستان کې د ماین پاکولو بهیر اغیزمن کړې دې.