نړيوالو رسنيو د امريکايي چارواکو په حواله وويل د امريکا ولسمشر باراک اوبام به ډېر ژر افغانستان ته د ٣٠٠٠٠ عسکرو د لېږلو فيصله وکړي.
منتخب جمهور رئيس باراک اوباما چي را روانه هفته به له ډبليو بوش څخه په رسمي توګه واک تسليم کړي، لومړنى کار يې افغانستان ته د پوځيانو لېږل په ګوته کېږي.
باراک اوباما د انتخاباتي مبارزې پر مهال ويلي وه، چي له عراق څخه به امريکايي پوځيان وباسي او افغانستان ته به يې د امن او ثبات د ټينګولو په خاطر ولېږي.
نوموړى وايي د افغانستان موضوع يې د بهرنۍ پاليسۍ په سر کي قرار لري او غواړي د جنګ ترڅنګ له طالب وسله والو سره د خبرو لاري چاري هم ولټوي.
خو کارپوهان نيوکه کوي، چي که باراک اوباما واقعاً د افغانستان په شخړه کي د خبرو پلوى وي، نو بيا دې هيواد ته د نورو پوځيانو د لېږلو څه اړتيا ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه