له مدو وروسته مي
بېګا ناڅاپي
راواخيست بيا د تصويرونو البم
چي ولاړ شم بيا
يو ځل د خيال پر اوږو
د تېر زمان غېږي ته
او وكړم بيا له نژدې
د تېر ساعت ننداره
خو
له يو څوښكلو
او په زړه پوري تصويرونو وروسته
را واوښت داسي تصوير
كوم چي كړه تېره راته
زما د ژوند
يوه دردناكه كيسه