وه د ښځو د حقوقو طرفداره
د غريبو او بي وزلو مد دگاره
خپل ژوندون يي په زحمت کى ؤ تيرکړي
د خوارانو په دردو وه خبرداره
دسواد کورسونه يي جوړ کړل پدى کمپ کى
هيڅ وخت نه وه له غمونو په کراره
د مظلومو کونډو رنډو سره مل وه
وه معلمه، هم فاضله هم هوښياره
د روغتون اود مرستون په فکر دا وه
هرى خواته ځغليدله بي اختياره
دى غوښتل چه کوڼډي رنډي وي ارامي
سرگردان وه له ماښامه تر سهاره
منډي ترړي وهلى شپه او ورځ
د وطن غمو کى تل وه ناقراره
د بلقيس په غم زړګې د وږمې خوږ شو
خداي ورکړي جنتونه بي شماره
ميرمن بلقيس هلال
د شيخ مصري د کمپ موسسه
ميرمن بلقيس د خوږيانو په غريبه کورنۍ کښى زيږيدلى وه ميرمن بلقيس د کوچنيوالى څخه د ژوند د تودو او سړو سره اشنا وه. هغي د غربت او فقر ستونځي ليدلى او د هغه ستونزو څخه يي عبرت اخيستى ؤ. بلقيس پدي پوهيده چه د لوږى او تندى او بي کسۍ دردونه څومره درانه او د تحمل د حوصلى څخه پورته دى. ميرمن بلقيس په تعليمى لحاظ هم د نيمګړتياؤ سره مخامخ وه او د وخت د شرايطو قربانې وه هغى تراتم تولګى پورى تعليم کړى ؤ. مګر د هغى ذهنى پوهه دومره لوړه وه چه خپل ژوند يي د ځان غوندى غريبو او بي وزلوښځو ته وقف کړى ؤ هغى پدي ﻻر کښى د هر ډول ستونزو سره مقابله وکړه تر څو چه پدى بريالۍ شوه چه د کونډو، بي وزلو او بي سر پنا ښځو لپاره يوه سر پنا او دومره غذا پيدا کړى چه ژوندۍ پاتې شى. هغى دغه کمپاين د خپل کلى او کور څخه شروع کړ او دهرچا ]ا غوږونو ته يي دغه درد او احساس ورسوه.خصوصآ کله چه هغه په دغه بيوزلى کى د لور خاونده شوه او لکه د کونډى غوندى د خپلى کوچنې لور پالنه هم ورپه غاړه شوه. نو هغي به د نوروبيوزلو ميرمنو سره خپل دردونه او کړاونه شريکول،او په يوه اواز به يي د خپلو حقوقو غوښتنه کوله په لمړى ځل کښى ورته داکار ډير مشکل ښکاريده اما د هغى او د هغى د ملګرو کلکى ارادى هرڅه اسانول ترڅو چه پدى موفقه شوه چه د شيخ مصري د کمپ دراوازه خلاصه کړى او د کليو او بانډو کونډورنډواونورو غريبو خلکو ته د ژوند نوي اميد ورکړى.ميرمن بلقيس په داسى حال کښى چه ديوي بااحساسى مور په شان د خپلى کوچنې لور فکر ورسره ؤ د يوي ډلى کونډو د ژوند د سمون په فکر هم وه.
دشيخ مصري کمپ د خوږيانود سيمى د کونډو او بيوزلو ښځو لپاره يوه پناګاه وه په دي کمپ د ښځو لپاره دلاسى صنعتونولکه ګنډل،خامک دوزې او نورو کيسبونو ښودل هم موجود ؤ.
هلته به ښځو ﻻسى شيان جوړول او د هغوي په اوجوره به يي ژوند کاوه. ميرمن بلقيس د کونډو په سواد او د ژوند په سمون کښى لويه برخه اخسته هغى به ټولى ښځي سواد اموزې او د ژوند د ستونزو سره مبارزي ته تشويقولى. هغى د خپلى لور په زده کړه او سواد کښى هم زيار ويسته،لور يي د هغه وخت د شرايطو په اساس تر اتم ټولګى پورى تعليم کړى ؤ اود کمپ د سواد اموزي د ښوونکى په حيث کارکاوه.
ميرمن بلقيس، کمپ د څو ښځو څخه شروع او په ورو ورو يي ترڅو زرو خلکو پوري ورسوه.هغي ته ژوند د نورو په خدمت کښى جهاد ښکاريده او په دي لار کښى له هيڅ شى نه دريغ نه کاوه هغى خپل ژوند د نورو قربانې کړى ؤ.مګر سره له دي هم متعصبينوورته اني بهانى جوړولى چه په څه ترتيب هغه او د هغي کمپ له منځه يوسي.نو هماغه ؤ چه د٢٠٠٨ ام کال د نومبر د مياشتى په اخر کښى يوه بي احساسه د هغي ژوند ته خاتمه ورکړه ،د هغى روح دى خوشحاله وي.
ميرمن بلقيس هلال مړه نه ده د هغى خاطرى د زرونو بي وزلو،کونډورنډو او يتيمانو په زړونو کښى پاتى دي او د هغي د نيک نوم يادونه پرى کوى.د ميرمن بلقيس قاتل او وژونکې لا تراوسه ندي پيژندل شوي، هيله کيږى چه ژر به پيدا شي اود قانون منګولو ته به وسپارل شي.