د جینوا دریم کانوانسیون ( ۱۹۴۹ ) او د هغه ضمیموی پروتوکول ( ۱۹۷۷) هغه جنګیالیوته چه د بهرنیو یرغلګرو قواوو په وړاندی جنګیږی په کافی اندازه حقوقی ملاتړ ور په برخه کړیدی : کله چه نوموړی جګړه مار د دشمن لاس ته ولویږی، د جنگی اسیر په توګه ورسره معامله او د ګڼ شمیر حقونو نه برخمن کیږی . د هغی جملی څخه:
د ذمی برائت اصلی حالت ، د تعذیب نه مصئونیت ، څرګنده محاکمه ، د مدافع وکیل د ټاکلو حق او نور .
په یوه اشغال شوی هیواد کې د جنگی اسیرانو حقوق د اشغالگرو قواوو په واسطه تضمین کیږی ( د جینوآ دریم کانوانسیون ۸۶ ، ۹۹ ، ۱۰۵ او ۱۰۶ حکم ) .
امریکا په عمومی ډول سره جنگی اسیران « نا قانونه جګړه مار » ونومول او دوی د هغو حقونو نه چه نړیوالو قوانینو ورکړیدي بی برخی کړل . امریکا د ۷ کلونو په موده کی ندی منلی چه جنگی ډلو ته د نړیوالو قوانینو په بنسټ باندی جنگی اسیرانو د حقونو څخه برخمن کړی .
په کندهار کی د جنگی اسیرانو شمیر معلوم ندی . خو په بگرام کی همدا اوس د ۶۰۰ تنو څخه زیات کسان د ۷ کلونو راهیسی بندیان دی . بی له دی چه په رسمی ډول په دوی کوم تور ولګول شی . په دوی باندی د شکنجی د اِعمال خبر مدیا او مطبوعاتو ته لار موندلی ده .
نړیوال سره صلیب د امریکا دریځ سره خلاف د افغانستان جګړه د « نړیوال وسله والی منازعی » په توګه وپیژاند او د امریکی د دولت نه یی د توقیف شوی کسانو په اړه ځینی امتیازات ( د هغی جملی څخه د دوی سره اړیکی برقرارول ) تر لاسه کړل .
ناتو هم خپله لار د امریکی څخه جلا کړه . ناتو په ۲۰۰۱ کال کی یو دستور العمل تنظیم کړ چه په هغه کی د افغانی جنگی اسیرانو سره د چلند څرنګوالی په ګوته کوی : دستور العمل په جګړه کی توقیف شوی کسانو په ۲ کته گوریو ویشی : وسله وال جنګی اسیران او پاتی کسان .
جنگی اسیران په اتوماتیکه توګه د جینوآ د دریم کانوانسیون تر حقوقی پوښښ لاندی
د ځانګړی حقونو څخه برخمن کیږی . پاتی کسان تر هغه وځته پوری د ناتو د قواوو له
خوآ ساتل کیږی چه د دوی حقوقی حالت روښانه شی .
د ناتو دریځ د تیوری په بڼه پاتی شو : د ناتو قوآ د خپل ۲۰۰۱ دستور العمل خلاف ټول جنگی اسیران بی د کوم مصئونیتی ضمانت څخه افغان حکومت ته د دغه واقعیت په درک سره چه دوی شکنجه یا اعدام کیږی، وسپارل .
د امریکا نوی ادارې تصمیم نیولی دی چه د گوانتانامو زندانیان د هغوی هیوادونو ته وسپاری . احتمال لری چه افغانی زندانیان کابل اداری ته وسپارل شی .
اوسمهال افغانی جنگی اسیران د افغانستان به د ننه په کندهار او بگرام کی ساتل کیږی.
د بهرنی میډیا له لاری داسی ګونګسی اوریدل کیږی چه امریکا د افغانستان په داخل کی پرته د رسمی او څرګندو زندانونو نه ، پټ زندانونه هم لری چه یوازی د کابل استخباراتی اداری ته پته لګیږی .
د جنوری په ۲۰ نیټه د امریکا حکومت بدلیږی . انتقالی پړاو تل د سیاسی زندانیانو د پاره د خطر نه ډک پړاو ګڼلی شو : احتمال لری چه په سیاسی ډګر کی ماتی خوړلی واکمنی د پیښو په وړاندی غیر اصولی او غیر مسئولانه چلند وکړی .
په افغانستان کی لږ تر لږه دوه واره د انتقال په پړاو کی د زرګونو زندانیانو او جنگی اسیرانو د وژل کیدو شاهدان یو :
ــ د خلک جناح نه پرچم جناح ته د قدرت د انتقال په وخت کی په زرګونو زندانیان ووژل شول .
ــ کله چه اوسنی حکومت د طالبانو د امارت په ځای نصب شو، اټکل ۴۰۰۰ تنه جنگی اسیران د اوسنی حکومت سره مؤتلفو جنگی ډلو او بهرنیانو په وسیله په بیرحمانه ډول ووژل شول :
“لوماند دیپلوماتیك ” نشریی چی په فرانسوی ژبه خپریږی ( د 2002 م كال د سپتمبر په ګڼه ) کې د یو قوماندان (په مضمون كی دشاهدانو نومونه دامنیتی دلایلو له كبله محفوظ پاته شوی ) چی د طالبانو اوملیشو ترمنځ یی وساطت كاوه د قول څخه وایی چه د طالبانو استازی ملافضل الله او ملا نوری شمال اتحاد ته وړاندیز وكړ چی طالبان حاضر دی خپلی وسلی ملگرو ملتونو یا نړیوالو ځواكونوته تسلیم كړی ، په دی شرط چی دوی ته مناسب مصئونیتی تضمینات برابر شی . دوستم ، عطامحمد ، محقق، امریكایان او انگریزان هلته حاضر وو. بالاخره تصمیم ونیول شو چی د كندز د مقاومت اسیران وروسته له دی چی بی وسلی كیږی خپلو سیمو ته واستول شی . د القاعدی غړی او نور بهرنیان دی ملگرو ملتونو ته وسپارل شی . طالبانو د همدغی موافقی له مخی ځانونه تسلیم كړل.
د امریكا دفاع وزیر”دونالد رمز فیلد” د طالبانو او ازبك ملیشو دهغه خبرواترو د بهیر په اړه چی له مخی یی طالبانو ځانونه تسلیم كړل ویلی وو :« د تأسف ځای به وی چی په افغانستان كی د القاعدی غړی، چیچنیان او نور له خبرو اترو څخه په ګټی اخیستنی سره آزاد شی او په نتیجه كی په نورو هیوادونوكی د تروریستی اعمالو مرتكب وګرځی » .
دغه نامسئولانه خبره په هغو شرایطو كی وشوه چی د شمال ائتلاف جګړه مار مخكی دغچ اخیستنی لپاره ذهنی چمتوالی درلود او د بهرنیانو شین چراغ ته یی انتظار ویسته:
۴۰۰۰ جنگی اسیران د لاقیدی او ماجراجویی ښکار شول .
په هر حال په دغه سیمه کی د بی ساری او ستر جنگی جنایت چه د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندی تر سره شوی کورنیو او بهرنیو سیاسی لوبغاړو تر اوسه پوری په قدرت کی دی . د جنگی اسیرانو نه غچ اخیستنی روحیه پخپل حال پاتی ده .
بهرنیو ځواکونو او د هغه مؤتلفو جګړه مارو افغانی ډلو ټپلو ته د لیلی دشته د جنایت په اړه په ۷ کلونو کی اَن یو سوال هم ، د هیڅ یوه کورنی یا بهرنی مرجع له خوآ ندی مطرح شوی . په وروستیو وختو کی د جنایت بیلګی په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د حضور سره سره له منځه تلی دی .
دا احتمال شته چه په امریکا کی د واکمنی د انتقال په پړاو کی د اصولو سره دشمنی او د بی بازخواستی واکمنه روحیه یو ځل بیا د بیگناه افغانی جنگی اسیرانو د تلفاتو لامل وګرځی .
کیدای شی چه د افغانستان د بشر د حقونو کمسیون ، د نړیوال سره صلیب په مرسته د ټولو هغو زندانیانو لیست چه د افغانستان په زندانونو کی شپی ورځی تیروی د میدیا له لاری خپور او کاپی یی د مقاومت کړیو ته وسپاری .
مدیاتیک او مطبوعاتی پوښښ جنگی اسیرانوته مصئونیت ور په برخه کوی او د دی لامل ګرځی چه د بوش اداره په اصطلاح د « بی قانونه جګړه مارو » سره پخپل چلند کی د احتیاط نه کار واخلی .
افغانان هیله لری چه افغانی جنگی اسیران د امریکا د نیو محافظه کارانو د وروستی برید څخه چه د انتقالی پړاو طبعی ګواښ ګڼل کیږی، وژغورل شی او د نوی ولسمشر (اوباما ) د نوی چلند چه د اصول او عدالت پر بنست باندی ولاړ وی مخ شی .
افغانان د امریکا د نوی ولسمشر نه غوښتنه کوی چه دافغانستان د کړکیچ په اړوند د بوش د جګړه ایز سیاست سره مقاطعه وکړی او د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو پر بنسټ باندی د جګړی د پای سیاسی لاری چاری ولټوی . « پای »
د جنوری ۱۱ ، ۲۰۰۹ م کال