په اسلام آباد کې د فرنټيير هاوس په نوم ماڼۍ د صوبه سرحد د ايالتي حکومت په کوښښونو ، چې د عوامي نيشنل گوند په اکثريت او د خلکو د گوند په ملاتړ رامنځته شوې د ډېرو هلو ځلو څخه وروسته پر( پښتونخوا هاوس )واړه و. که څه هم په صوبه سرحد کې ځنې نورو گوندونو لکه د پاکستان مسلم ليگ (ن) ، د پاکستان مسلم (ق) او نورو يې مخالفت وکړ، خو د واکمن گوند حليف او د خلکو گوند يې ملاتړ اعلان کړ.
د عوامي نيشنل گوند اوس هلې ځلې کوي، چې د ټول سرحد نوم پر پښتونخوا واړوي، خو د دغه نوم د بدلون لپاره يو څه قانوني پړاوونه پاتې دي. لومړى به د پښتونخوا د نوم پريکړه ليک په ايالتي اسمبلۍ کې وړاندې کيږي د ايالت گورنر (والي) به يې مني بيا به قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي او د هغې له منلو وروسته به سنا مجلس ته وړاندي کيږي او ولسمشر به يې لاسليک کوي ، نو نوم به په رسمي توگه بدل شي. په اسلام آباد کې اوس پر (فرنټيير هاوس) د (پښتونخوا) لوحه په رسمي توگه لگيدلې.
د تیرو شپو تیرو خوبو ته نور تعبیر په کار دی
بې نومه خاؤري ته اړتیا نن د نامهْ پېښیږي
ډېر خوشحاله شوم چي د فرنېټېر هاؤس نوم د پختون خواه هاؤس په نامهْ بدل شو، دا خوشحالي به مي هله یؤ په دوه شوې وای چي کله زموږ پښتنو سیاسي مشرانو د پراخ نظر او عالیمانه سوچ څخه کار اخیستی دخبري موخه مي دا ده چي موږ پښتانه باید چي په لیکلو کي باید چي مرکزي،کره سوچه او معیاري پښتو ولیکو، که موږ دغه انځور ته ځیر شو په کوم کي چي لوحه ښکاري پر دې باندي لیکلي دي (پختون خواه هاؤس ) له دې ټکي څخه موږ ته داسي جوتیږي چي دغه پښتانهْ سیاسي مشران چاچي د دې نوم په اړولو کي ډیري خوارۍ ګاللي دي،متعصیفانه چي دوی د پښتو له رسم الخط سره تر اوسه لا هم په سمه توګه نهْ دي بلد که چيري دوی له خپلي مورنی ژبي پښتو سره په صحي معنا بلد وای نو دوی به د پختون خواه پر ځای (پښتون خواه) او د هاؤس پر (کور) اېښی وای، منظور مي دا دی چي د پختون خواه هاؤس پر ځای به یې (پښتون خواه کور) اېښی وای، که دوی دا بهانه کوي چي موږ د سوچه پښتو سره نه یو بلد باید چي بیا یې له وړاندي لا له پښتوژبپوهانو سره مشوره کړې وای .
فقط
پښتون ورور مو
عادل اڅکزی/چمن محکومه پښتونخوا
*