کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان ولی تجزیه کیری؟

پاکستان ولی تجزیه کیری؟

د اسلامي هيوادونو په کتار کې پاکستان يو داسې هيواد دی چې د خپل پايښت له پاره يې نه د ګاونډيتوب اصول مراعت کړي او نه يې د يو مسلمان هيواد په توګه د اسلامي احکامو پر بنسټ چلند کړی همدارنګه د نړيوالو نورمونو او اصولو پر بنسټ يو هيواد ته ښايي چې د خپلو ګاونډيو هيوادونو ځمکني بشپړتيا او خپلواکي ته په درنه سترګه وګوري او ورسره ښې اړيکې ولري مګر د پاکستان نظاميانو او په ځانګړي توګه د (اي اس اي ) استخباراتي سازمان په تيرو دريو لسيزو کې له افغانانو سره د ښه ګاونډيتوب بې شميره ثبوتونه ورکړل ، لمړي يې په افغانستان کې داسې اور بل کړ چې پوره ديرش کاله يې په لمبو کې بې ګناه افغانان لولپه شول ، د تنظيمونو په نامه يې افغانان په خپلو کې سره وويشل په هر کور کې کورګی جوړ شو او يو د بل د وينو تږي شول ، په دې ټپونو لا چا ملهم نه ؤ ايښی چې د طالب په نامه يې د بلې شومې پديدې په رامنځته کولو د علم او معرفت سره دښمني پيل کړ ، د بې وزلو افغانانو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې شوې او هر لورې ته د جهالت تورې تيارې خورې وې ، د پنجاب نظاميان له ځان سره موسکي کيدل او افغانستان يې د پاکستان پنځمه صوبه ګڼله او د نړيوالو ترهګرو په اډه يې بدله کړې وه خو کله چې له يوې خوا د افغانانو د صبر کاسه تر خولې پورې ډګه شوې وه او له بلې خوا د ترهګرې خطر له پولو واوښته او د نړيوالو دروازو ته ورسيده نو نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د تروريزم د ختمولو له پاره د افغانانو مرستې ته ودانګل او له افغانستان څخه د پنجابي غلامانو ټغر ټول شو خو لږه موده وروسته د ( اي اس اي ) لخوا د پاکستان په قبايلي سيمو کې اسامه بن لادن ، ملاعمر او نورو بهرنيو تروريستانو ته ډاډمن پټنځايونه او تروريستي مرکزونه جوړ شول او د افغانانو د وژلو له پاره روزل کيدل ، د پاکستان حکومت او پنجابي واکمنان په سيمه کې دوه مخه سياست پيل کړ له يوې خوا يې د تروريزم سره په جګړه کې ځان د نړيوالو متحد ګاڼه او له بلې خوا کومې پيسې او مرستې يې چې په دې نامه تر لاسه کولې هغه به يې د ترهګرو په روزلو لګولې ، د پاکستان ملکي سياسي پوهانو په ډاګه دا خبره کوله چې که چيري دغه شرپسنده استخباراتي سازمان (اي اس اي) د بې ګناه خلکو له وژلو او د ګاونډيو هيوادونو په کورنيو چارو کې له لاس وهنې څخه لاس وانخلي نو لري نه ده چې دغه د بريتانوي هند له غيږي را زيږيدلی هيواد په څو ټوټو وويشل شي ځکه د پاکستان په دننه کې پنجابي نظاميانو پښتنو او بلوڅو سره د مور او ميرې چلند کاوه ، بچې به د د پښتنو او بلوڅو وژل کيدل ، کورونه به ددوی ړنګيدل او ګټه به ترې پنجابيانو اخيسته او ډيرې کلکې هڅې يې پيل کړې وې چې ددې هر څه پړه د پښتنو په غاړه واچوي ، دوی د خپلو شومو هدفونو پلي کولو په خاطر د اسلام او جهاد له نوم څخه ډيرې ناوړې ګټې واخيستې ، د فدايي او ځانمرګو بريدونو په نامه يې د ډيرو قبايلي ځوانانو ژوند ته د پای ټکی کيښود او ډير بې ګناه خلک يې د بچيانو په وير کښينول مګر پنجابي نظاميان له دې څخه ناخبره ؤ چې دغه حالات له پيل څخه تر ننه پورې د نړيوالو تر څارنې لاندې ؤ او نن دې پايلې ته رسيدلي دي چې پاکستان په خپلو ژمنو نه دی ولاړ بلکې د ترهګرو داسې ډاډمنه ځاله ده چې اسامه بن لادن ، ملا عمر ، ګلبدين ، بيت الله مسعود او په سلهاو نور داسې کسان چې لاسونه يې د بې ګناه خلکو په وينو سره دي ، په کې په ارامه او ډاډه زړه ژوند کوي .
ددغو واقعيتونو په راڅرګنديدو ، دپښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ غوښتنې د جذبې راپاريدلو ، په سيمه کې د (اي اس اي) د دوه مخه پاليسيو له امله او له تروريزم سره په جګړه کې له ماتې څخه د مخنيوي په خاطر نن نړيواله ټولنه دې ته اړ شوه چې د پاکستان د تجزيې پريکړه وکړي او د ازاد بلوچستان او خپلواک پښتونستان په نومونو ترې دوه لويې ټوټې بيلې کړي ځکه ملل متحد هم نه غواړي چې نور ملتونه دې د پاکستان د دوه مخه سياستونو قربانيان شي ، پاکستان د خپلو ګاونډيو هيوادونو د ورانولو او تجزيه کولو له پاره لستوڼې بډ وهلې وې او نن نو بايد هغه څه وريبې چې پرون يې کرلي دي ځکه څه چې کرې هماغه به ريبې.