کور / شعر / وطن

وطن

که  مې سر دی که مې مال دی که مې تن دی
له دې ټولو څخه خوږ راته وطن دی


دجنت د نعمتونونښانې دي
که يې دښته که يې غر دی که چمن دی


وياړ او پت مې له هيواد سره تړلې
که دانه وي نو منلی مې کفن دی


نورڅه نشته چې يې جار کړمه له خاورې
وس مې نذر ورته ايښی خپل بدن دی


که هر څومره ګوزارونه يې خوړلي
لاتراوسه له هرچاڅخه پتمن دی


که يې لري شم له غېږي هم دباندې
زمازړه يې په نامه باندې مين دی


دخيال زېړ زبېښلی مخ سپېره يې بڼه
دوطن دعشق له غمه لوغوړن دی