اوتریش کې دعاشورا ورځی په مناسبت « د افغانانو تعلیمی او کلتوری مرکز » او د اوتریش ځنی میشته افغانانو لخوا د قرآن عظیم الشان ختم او ټولنه وکړه.
په دغه مراسموکې چې د دی مرکز په محوطه کې تر سره شول ، د ویانا ښارډیر شمیر افغانانو ، د ښځینه او ماشومانو په شمول ګډون کړای ؤ. د قرآن عظیم الشان ختم نه وروسته حاضرینو د یزید لخوا د حضرت امام حسن او امام حسین رض او د دوی د ملګرو وحشیانه شها ت یوه لویه فاجعه او د اسلام په تاریخ کی یوه نه هیردونکی او مهمه پیښه وبلله . ګډونوالو د کربلا فاجعی ټولوشهیدانو پاک روح ته د مغفرت دوعا وکړی او د یزید ظلم یې وغانده . په پای کی د پروګرام ګډونوالو د هغه نظرپه خوړلو کی برخه واخیسته چی په دی مناسبت د افغانانو د تعلیمی او کلتوری مرکز او څو تنو متدینو وطنوالو په ابتکار ترتیب شوی ؤ.