په افغانستان کې د نور ګڼو ستونزو تر څنګ يوه هم د اداري فساد خبره ده، چې نن سبا د ډېرو خلکو په خولو اوړي رااوړي. دې کار نه يوازې په کور دننه دولتي چارواکيو او ولسي خلکو ته سرخوږی پيدا کړی، بلکې له افغانستان سره مر سته کوونکي هېوادونه ورته هم ګوته په غاښ پاتې دي او له هغوی نه يې هم د تنستې سر ورک کړی دی، په دولت کې اداري فساد نړيوال پر افغانستان بې باوره کړي او دغه هېواد د فاسدو هېوادونو په کتار کې شمېري،د ولسي خلکو په وينا د ځينو دولتي کارکوونکو لخوا درغلۍ، غلا کول، بډې اخيستل او نورې کانې هغه څه دي، چې دوی ترې رنځ وړي او چارواکي يې په کابو کولو کې پاتې راغلي،د دغو کړنو تر څنګ يوه هم د يو شمېر دولتي کارکوونکو په لاس په غلا د موټرو د تېلو خرڅول دي، چې په سپينه ورځ يې په تېل خرڅوونکو پلوري. د جلال اباد ښار يو دوکاندار مفتاح الدين وويل (( زه هره ورځ او يا يو ورځ پس دپوليسو موټر ګورم، چې زما په خوا کې په غلا په تېلو والا تېل خرڅوي )) دی زياتوي يو شمېر دولتي کارکوونکو له دې نه کاروبار جوړ کړی او په پټه له خپلو موټرو نه پر دوکاندارانو تېل پلوري، نوموړی وايي ددې غلاو زور له ولس نه وځي او دولت ته په کار ده، چې د دا ډول غلو مخه ونيسي.
په جلال اباد کې يو تېل پلورونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل (( زه خپل دوکان ته د پمپ نه تېل راوړم او داسې ډېر د موسسو کارکوونکي او پوليس راته د خپلو دفترونو نه په غلا تېل راوړي، خو زه يې ځکه ترېنه نه اخلم چې کوم مشکل راته پيدا نه شي )) د تېلو دغه پلورونکی په جلال اباد کې نورو تېل خرڅوونکو ته هم وړانديز کوي، چې د دولتي کارکوونکو څخه دې د غلا تېل نه اخلي او دده په وينا دا ددولت او ملت دواړو سره يو ډول خيانت دی.
د دولتي ادارو څخه د دولت د مامورينو په لاس د تېلو پټولو پوښتنه مې دننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي مخې ته کېښوده، نوموړي دا ومنله چې په يو شمېر دولتي ادارو کې اداري فساد شتون لري او دده په خبره نه يوازې بډې اخيستل په اداري فساد کې راځي، بلکې دې ته ورته نور کارونه هم شته، چې دولتي کارکوونکي ترې بده ګټه پورته کوي، عبدالزی وايي (( دولت ځينو چارواکو ته د هغوی د کارونو د پرمختګ لپاره موټر او دتېلو مياشتنی لګښت يا تېل هم ورکوي، چې د هغوی لخوا يې خرڅول په خپله يو اداري فساد دی )) د والي وياند زياتوي نه يوازې د موټرو د تېلو پلورونکي بلکې هغه څوک چې په دولتي ادارو کې په نورو درغليو ککړ وپېژندل شي، نو خامخا به دقانون منګولو ته سپارل کېږي، د نوموړي په وينا د ولايت په اونيزو اداري ناستو کې د والي لخواتل ټولو ريسانو ته سپارښتنه کېږي، چې په خپلو ادارو کې دې د فساد او بډې اخيستنې مخه ونيسي، خو لاهم يو څه ستونزې په مخکې دي.
د يوې نړيوالې تر سره شوې سروې له مخې افغانستان له همدې امله د نړۍ د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې وشمېرل شو، چې د مرستو په نامه راغلي ميليونونه ډالر پکې درغل شوي او يا شخصي جېبونو ته تللي دي، يو شمېر کتونکي بيا په دې اند دي چې په هېواد کې د دولتي مامورينو د ټيټو معاشونو له امله دوی دې ته اړ کېږي، چې د دولتي ادارو سامانونه وپلوري او ځان ته څو روپۍ پيدا کړي، پټه دې پاتې نه وي، چې نن سبا په دولتي ادارو کې درغلۍ، غلا او بډې اخيستنه يو دود ګرځېدلی چې افغان دولت او نړيواله ټولنه دواړه يې په کابو کولو او له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.