اسرايلو په لبنان له هغه وروسته بمونو وغورځول چې د دوی په وينا د لبنان څخه پرې توغندي ورول شوي
د الجزيرې د خبري ادارې په وينا اسرايلي پوليس وايي چې څلور توغندي د لبنان څخه د اسرايلو په خاوره لګيدلي چې يو کس يې سرسري ټپي کړی. اسرايلي چارواکي وايي چې د دوی الوتکو له پېښې وروسته د حزب الله مرکزونه په نښه کړل خو په دې اړه د مرګ ژوبلې خبر نشته
که څه هم د حزب الله مشر حسن نصرالله په غزې د اسرايلو د يرغل وروسته ويلي وو چې د اسرايلو سره د جګړې لپاره ټولې لارې پرانيستي دي او د خپلو وينو په بدل کې به د هغه څه په وړاندې مبارزه وکړي چې پرې باور لري. خو دغه ډله پر اسرايلو د توغنديو د دې بريد په اړه چپه خوله ده. له بلې خوا دلبنان دولتي چارواکو الجزيره ته ويلي چې د لبنان څخه دوه توغندي پر اسرايلو توغول شوي خو دا يې نه ده څرګنده کړي چې دا کار چا کړی
>