د امريکا د منتخب ولسمشر مرستيال جوزيف بايډن افغانستان او پاکستان ته د سفر اعلان کړى دئ.
نوموړى چي تر اوسه يې لا رسمي کار نه دئ پيل کړى دا يې افغانستان اوپاکستان ته لومړى سفر دئ.
ټاکل سوې ده چي ښاغلى به افغان حکومت ته د تروريزم خلاف جنګ په اړه د امريکا د نوي ولسمشر باراک اوباما د مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړي او له پاکستاني چارواکو سره به د ممبيى د بريدونو په اړه خبري وکړي، چي له نيژدې يوې نيمي مياشتي راهيسي يې پاکستان او هند د جنګ تر بريده رسولي دي.