د امريکا د ملي امنيت سلاکار سټيفن هيډلي وايي د منتخب ولسمشر باراک اوباما حکومت ته تر ټولو غټ چلينج د اېران او پاکستان هيوادونه دي.
ښاغلى هيډلي وايي د اېران اټومي پروګرام او په پاکستان کي روان تاوتريخوالى، د کشمير ستونزه او بنسټپالو ډلو فعاليت هغه ګواښونه دي چي د اوباما حکومت به په لومړيو کي ورسره لاس او ګرېوان وي.
د نوموړي په وينا اوباما بايد د اېران د اټومي پروګرام د بندولو او د پاکستان د اوسني جمهوري حکومت د پياوړتيا دپاره تر بل هر کار ډېره توجه وکړي.