د ناټو، پاکستان او افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په يوه ګډه غونډه کي پرېکړه سوې، چي د ډيورنډ پولي پر دې غاړه به له افغان پوليسو سره امريکايي ځواکونه هم خپلي پوستې جوړوي.
د افغانستان د سرحدي ځواکونو يوه قومندان جنرال نبي ګل ملاخېل د بي بي سي له پښتو څانګي سره په مرکه کي وويل چي د امريکايي ځواکونو موخه به د هغه وسله والو کسانو څارل او له منځه وړل وي، چي د ناټو او افغان ځواکونو سره د جګړې په خاطر د ډيورنډ تر پولي اوړي را اوړي.
امريکا په داسي حال کي دا پرېکړه کوي، چي غواړي په روان کال کي له عراق څخه ٣٠٠٠٠ پوځيان افغانستان ته ولېږي او افغان ولسمشر حامد کرزي له امريکا څخه غوښتي وه چي نوي پوځيان د ډيورنډ په پرپوله د طالبانو د ځپلو په خاطر ځاى پر ځاى سي.