په كوټه كي د امنيت ساتنې دپاره اته زره امنيت ساتونكي په دنده وګومارل سو
د جنوپي پښتونخواپه مركزي ښار كوټه كي دمحرام الحرم په دوران كي د بدامنۍ د مخنيوي په خاطر په ښار كي اته زره امنيت ساتونكي په دنده ګومارل سوي دي .
د كوټي ښار د امنيت ساتونكي ځواك مشر نوابزاده همايون خان جوګيزي و يوې غونډي ته تروينا كولو وروسته خبريالانو ته ويلي چي دمحرام الحرم په شپو كي يې د بدامنۍ د رامنځ ته كېدلو د مخنيوي دپاره بشپړه تهيه كړې ده .
هغه ويلي چي د عاشوره د جلوسونو واټونه به نېغ په نېغه د وېډيويي كېمرو په وسيله تعقيبيږي او په نور ښار كي هم پر بې شمېره ځايونو او څلور لارو پټي كېمرې لګول سوې دي . هغه زياته كړې چي له د محرام الحرم له اومي څخه تر لسمي به هغه واټونه چي د عاشوره جلوسونه پرې تېريږي په بشپړه توګه وتړل سي .
هغه ويلي دي چي تر دې مهاله د بدامنۍ د مخنيوي په خاطر په ښاركي اته زره امنيت ساتونكي په دنده ګومارل سوي دي . د هغه په وينا د دې ترڅنګ د پوليسو ځني كسان په عامو جامو كي په ښار كي ګزمه كوي او پوځ ته هم د چمتو اوسېدو خبردارى وركړل سوى دى .