د پښتونخواملي عوامي ګونډ له اړخه پر اورګاډي د ډزو د پېښي غندنه سوې ده
د پښتونخواملي عوامي ګونډ له خوا په وركړل سوي خبر كي پر اورګاډي د ډزو هغه پېښه په كلكه سره غندلې ده په كوم كي چي د چمن د لېسې د پروفېسرعبدالصمداڅكزي تر څنګ ديارلس كسان ژوبل سوي و
نوموړې پېښه هغه مهال رامنځ ته سوې وه چي كله له پېښور څخه كوټي ته تلونكې اورګاډۍ ’’ كوئټه ايكسپريس ’’ له سبۍ سره نژدې د بختياراباد په سيمه كي د نامالومو وسله والو كسانو له اړخه له يو وسله وال بريد سره مخامخ سوې .
د يادوني وړ ده چي د دغې پېښي پړه بيايوې بلوڅ وسله والي ډلي ’’ بلوڅ ريپبليكن ارمي ’’ پر غاړه اخيستې وه