پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دی
زما او ستا د سترګو تور ملي وحدت دی
ای قومونو د افغان سره يؤ ځای شئ
د ولس او خلکو زور ملي وحدت دی
مټې بډ وهۍ په کار شئ په هر لور په هر ديار شئ
د افغان تر نامه جار شئ د پردو د سترګو خار شئ
ودانۍ ته لمړۍ شرط زمونږ د کور ملي وحدت دی
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دی
راشئ د يؤ ،د بله جار شو د تربګنۍ نه په کنار شو
يو بل ته غاړه غړۍ ورکړو لکه د ګل د غاړې هار شو
د افغان ملت غمخور ملي وحدت دی
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دی
ملت پاله افغانان که په ميدان شي تار په تار به دغه واړه غليمان شي
د خوشحال بابا وصيت لږ را په ياد کړۍ ننګيالۍ يا ککرۍ خوري يا کامران شي
د حامد د زړه ټکور ملي وحدت دی
پر مونږ پور زمونږ د مور ملي وحدت دی