کور / تازه خبرونه / خبریال سید عبدالله نظامي خوشې شو.

خبریال سید عبدالله نظامي خوشې شو.

کنړ میشتی ازاد خبریال او د الجزېرې فیکسر سید عبدالله نظامي لر او بر ویبپاڼې ته د ټېلېفون په کرښه وویل چې نوموړې نن شنبه دوه نېمې بجې په کنړ کې د سلفي ډلې له خوا بېرته خوشې شوی.
نظامي چې تېره ورځ په لس نېمو بجو په وټه پور ولسوالۍ کې دغې ډلې تښتولی وو وروسته د ګڼو تماسونو په ترڅ کې خوشی شوی.
عبدالله نظامي لر او بر ته وویل له دی یې ګرویږنې کولې چې خبریال دی او که نه.
هغه وویل په خپله ده ته زیات وخت نه ورکول کېده چې وغږیږي.
سید عبدالله نظامي تکړه او ځوان پښتون شاعر او لیکوال هم دی.