امريکا وايي که اسرائيل پر غزه مځکنۍ حمله کوي د دوى خوښه ده.
د سپيني ماڼۍ يو وياند ګارډن جونډرو وايي دا د اسرائيلو خپل کار دئ، چي پر غزه مځکنۍ او که هوايي حمله کوي، خو د سپيني ماڼۍ غوښتنه دا ده چي د ملکي کسانو له مرګ ژوبلي څخه ډډه وسي.
اسرائيلو د تېري اونۍ راهيسي پر غزه باندي هوايي بريدونه ته دوام ورکړى چي اوس يې د مځکنۍ حملې دپاره په زرونو پوځيان تيار سئ دي.
د امريکا د خارجه چارو وزيره کاندو ليزا رايس وايي امريکا د ديوه داسي اوربند پلوي کوي، چي له مخي يې حماس پر اسرائيلو د راکټي بريدونو بندولو ته ژمن وي.
په لبنان کي د حزب الله ډلي مشر حسن نصرالله پر عرب ليګ باندي د نيوکي په ترڅ کي وويل، چي هغوى په خپل پڅ دريځ سره د هوايي بريدونو په مخنيوي کي ناکام راغلي دي.
نوموړى وايي د عرب ليګ د باندنيو چارو وزيرانو خپله پرېکړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا تر راتلونکي غونډي پوري ځنډولې، چي اسرائيلو ته پر حماس غورځنګ د نورو بريدونو موقع هم په لاس ورکوي.
بلي خواته ملګرو ملتونو د غزې پر وضعيت اندېښنه ښودلې او وايي که اسرائيل پر غزه خپلو بريدونو ته دوام ورکړي نو حالات به له کنټروله ووزي.
د ملګرو ملتونو له دفتر څخه يوه خپره سوې اعلاميه وايي اسرائيل دي پر غزه له مځکني بريد څخه لاس واخلي او که داسي ونکړي نو په غزه کي به حالات تر بدو بتر سي.
حماس ډله وايي د اسرائيلو د مځکني پوځ يرغل يې پر شا تمبولى دئ.
د حماس ډلي وياند عزالدين القسام وايي د دې ګوند سرښندونکو ځوانانو د غزې د شجايا په علاقه کي په ټوپکونو د اسرائيلو ټانګان شاته تمبولي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د اسرائيلو په بمباريو کي د حماس د غورځنګ د يوه بل لوړ پوړي مشر ابو زکريا الجمال د وژل کېدو خبر هم خپرېږي.
بلي خواته د امريکا جمهور رئيس ډبليو بوش وايي ټولي ډلي دي پر حماس غورځنګ زور واچوي چي د اسرائيلو پر خاوره له راکټي بريدونو لاس واخلي.
نوموړى وايي په غزه کي د غير قانوني وسلو قاچاق وړونکي تګ راتګ کوي چي دا اسرائيلو ته د منلو وړ نه ده.
بوش پر اسرائيلو د حماس حملې وغندلې چي له امله يې يو اسرائيلى مړ او څلور ټپيان سوي دي، نوموړي د حماس ډلي دا عمل ترهګري وبلل، خو کارپوهان وايي چي بوش که د يوه اسرائيلي مړينه ترهګري بولي د هغو ١٥٠٠ فلسطينيانو د مرګ ژوبلي په اړه څه وايي چي د تيري يوې اونۍ راهيسي د اسرائيلي الوتکو په ړندو بمباريو کي رامنځته سوې ده.