کور / تازه خبرونه / استاد یاسر په پېښور کې نېول شوی.

استاد یاسر په پېښور کې نېول شوی.

پاکستاني امنیتي ځواکونو په ډاګه کړې چې پاکستاني استخباراتو د طالبانو د لېکې وتلی قومندان او د مجاهدینو په وخت کې د اتحاد ګوند مرستیال استاد محمد یاسر وردک له افغانستان سره په ګډه پوله نېولی ولې امنیتي چارواکو د هغه د نېولو په څرنګوالي زیات جزئیات ندي ورکړي.
استاد یاسر دا مهال په طالبانو کې د فرهنګي کمیسیون مشري په غاړه درلوده نوموړې په ۲۰۰۷ کال کې د ایټالوي ژورنالست ډانیل په بدل کې د افغانستان حکومت له مفتي عبدالطیف حکیمي سره یو ځای د څرخي د پله له زندان نه خوشې کړ.
دا دویم ځل دی چې استاد یاسر د پاکستان له لوري نېول کیږي، هغه په ۲۰۰۵ کال کې په لومړي ځل پاکستان نېولی وو او افغان حکومت ته یې سپارلی وو.