افغانستان ته د پاكستان د پوځ مشر راتګ او د درې اړخيزې همكارې شپږمه غونډه په داسې حال كې تر سره كيږي چې په موسې كال كې د دغه ولسوالۍ د ولسوال شاوخوا ديرش تنه سرتيري د وسله والو لخوا وژل شويدي .
دغه پيښه په داسې حال كې تر سره كيږي چې پرون د پاكستان د پوځ مشر جنرال اشفاق كياني په افغانستان كې د ناټو ځواكونو امشر امريكاي جنرال مكرنن او د افغانستان د پوځ لوي درستيز جنرال بسم الله خان خپله شپږ دهمكارۍ هراړخيزه غونډه د درې واړه اړخونو تر منځ د همكارۍ په موخه تر سره كړه .
بل پلو د موسې كلا په ولسوالۍ كې د د مولوي عبدالسلام په وينا د نوموړي ساتونكي په داسې حال كې وژل كيږي چې د د وي له لوري له وسله والو سره له نيمې شپې څخه د سبا تر نيمې ورځې يعنې پوره دولس ساعته جګړه تر سره شويده خو د ده په وينا چې د دوي مرستې ته نه هم ملي اردو او نه هم په هلمند كې ميشتو برتانيوي ور وا دانګل او وسله والو شاوخوا ديرشس پوليس په ډيره بې رحمۍ سره ووژل .
په ورته وخت كې په پيښه كې د يوه پوليس سرتيري مور د زوي د خلاصون په خاطر له خپل اولاد سره د مورنۍ مينې له امله هم د وسله والو لخوا په ډيره بې رحمې د د ې پيښې قرباني شوه .
په داسې حال كې چې د موسې كلا پوليسو ته په دولس ساعتونو كې د ملي اردو او بهرنيو سرتيرو مرستې نه رسيږي نو بيا د افغانستان ،پاكستان او ناټو د ځواكونو تر منځ همغږي څه مانا ؟
په داسې حال كې چې دهلمند په موسى كلا او نا ارامه ولسوالۍ كې اته زره برتانيوي سرتيري ميشت دي خو بيا هم ديرش تنه پوليس وژل كيږي نو دا همغږي څه مانا ؟
په داسې حال كې چې د د فاع وزارت د اويا زره ملي اردو د تياري خبر وركوي خو په هلمند كې يوه مور د زوي د خلاصون په سر قرباني كيږي نو بيا د داسې اردو جوړيدل څه مانا ؟
په داسې حال كې چې د ملي اردو او بهرني سرتيري په يوه ولسوالۍ كې يو تر بل همغږي نلري نو بيا د پاكستان ناتواو د دفاع وزاتر ترمنځ همغږي څه مانا ؟
كه څه هم يو شمير نړيوالو رسنيو د موسې كلاد پوليسو د وژل كيدو په پيښه كې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواكې په دغه پوليسو كې يو شمير كسانو له طالبانو سره اړيكي درلودي خو افغان دولت تر اوسه پورې پدې اړه څه ندي ويلي .
افغان شنونكي پدې اند دي چې په افغانستان كې بهرني ځواكونه د افغان دولت سلا مشورو ته غوږ نږدي كه څه هم په وار وار ولسمشر كرزي ترې د خپلو سرو بمباريو د نه تر سره كولو او له افغان ملي اردو او پوليسو سره د همغږۍ د تر سره كيدو غوښتنه كړي خو دوي بيا هم پدې كار غوږونه كاڼه اچوي .
نو افغان دولت ته په كار ده چې خپل كارونه په خپله منظم او د بهرنيو سرتيرو په تمه كښينني.
پاى