د هرات چارواکي د دغه ولايت په ادرسکن ولسوالي کي د يوه ځانمرګي بريد خبر ورکوي.
د شمال غرب زون د پوليسو قومندان جنرال اکرام الدين ياور وايي پېښه د جمعې د ورځ په سهار د هرات او شينډنډ پر لويه لاره رامنځته سوې چي له امله يې د پوليسو يو افسر او درې سرتېري ټپيان سوي دي.
جنرال اکرام الدين بي بي سي راډيو ته ويلي چي د بريدکوونکي موخه د بهرنيو سرتېرو کتار و، خو هغوى د ځاني زيان نه دئ پکښي رسېدلى، بلکي يو موټر يې سوځل سوى دئ.
د نوموړي په وينا په دې پېښه کي د افغان پوليسو يو موټر هم له منځه تللى دئ.
خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي په دې بريد کي يې اووه افغان پوليس وژلي دي.
دا په ٢٠٠٩ کال کي لومړى ځانمرګى بريد دئ.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه