کور / تازه خبرونه / سلواک په يورو زون کي شامل سو

سلواک په يورو زون کي شامل سو

له چک څخه بېل سوى سلواک هيواد د اروپا په يورو زون کي شامل سو.
سلواک په اروپايي اتحاديه کي ١٥ هيواد دئ چي له دې وروسته به يې د هيواد رسمي کرنسي يورو وي.
د دې هيواد چارواکي وايي د پنځو کالو په اوږدو کي به يې پخوانۍ کرنسي په تدريجي ډول ټوله سي او پر ځاى به يې يوازي يورو کارېږي.
سلواک چي يو وخت په شوروي جمهوريتونو کي شامل و، لومړنى هيواد دئ چي په يورو زون ور ګډېږي.
دا په داسي حال کي ده چي ګاونډي هيواد چک يې بيا د جنوري له لومړۍ نېټي څخه د شپږو مياشتو دپاره د اروپايي ټولني مشرتوب پر غاړه اخيستى چي وروسته به يې سويډن ته وسپاري.