د جنوبي وزيرستان د کړي کوټ په سيمه کي د امريکايي جاسوسي الوتکو په بريد کي څلور تنه مړه سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي.
له واڼې څخه ورکړل سوي خبرونه وايي د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکي پر يوه موټر باندي د ميزايلو بريد وکړ چي څلور تنه يې مړه کړل او ځيني نور يې ټپيان کړل، چي د څو تنو حالت خراب ښودل سوى دئ.