کور / تازه خبرونه / په پروان کې په یوی جلۍ د جنسي تیري عاملین نېول شوي.

په پروان کې په یوی جلۍ د جنسي تیري عاملین نېول شوي.

پولیسو د پروان په غوربند کې هغه دری شکمن نېولي چې د جدي په لومړیو کې ددغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د لچ په کلي کې یې په یوې ۱۲ کلنې انجلۍ جنسي تیری کړی وو.
د کورنیو چارو وزارت د رسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه تر پلټنې لاندی ده.
پدی وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په تنکیو انجونو د جنسي تیري پېښو د خلکو په منځ کې ویری اچولي، دوی پر افغان حکومت او نړیوال بشري موسسو غږ کوي چې د پېښې عاملین ونېول شي او سخته سزا دی ورکړل شي.