د ارجنټاين نوي جمهور رئيسې (کريسټينا فرنانديز) پرون په رسمي ډول کار پيل کړ.
نوموړي څه باندې 6 اوونۍ دمخه په يوه عمومي انتخاباتو کې د جمهوري رياست مقام ته ورسېده.
هغې پرون په رسمي ډول د جمهوري رياست مسووليت له خپل خاونده، چې تر دې دمخه د دغه هيواد ولسمشر و، واخيست.
دا د ارجنټاين په تاريخ کې لومړی ځل دی چې يوه ښځه د جمهوري رياست ټاکنې گټي.