کور / شعر / غزل

غزل

چا ته مسکې چاته غوسه ښکا رېږې
لېـونې زمـا څـه نن خـپه ښـکا رېږې


زمـا پــرڅنـګ پـلـو ومـخـتـه نـېـسې
رقـېـب تـه خـا نـدې پلـوشـه تېر ېږې


کـه مـې تـه سـل ځـله پـه کـا ڼـو ولې
مــا تـه هـغه ښکلې ډېـوه ښکار ېږې


په زړه کې ستا که ځا ې لرمه که نه
مـا تـه دخـوږزړګـې ټوټه ښکا رېږې


تــه دې جــفــاه زه بــه وفــاه کــومـه
تـاتـه اغـزي مـاتـه سـېـنه ښکارېږې


خـېــرمـېــن سـومـه ګـنـاه خــونـه وه
تاثـېـردمـېنې چـې ښاېـسته ښکارېږې


زه دې د حـسن پـه دا مـو اسېـر کـړم
ته د د نېا په خو ند نشه ښکا رېږې


پـتـڼ دشـمـع پـه رڼـا تـل کــبـاب وې
مـاتـه نـن تـه دژونـد شـغـلـه ښـکارېږ


تـه دسـا قـې اود مـطرېـب پـه فـکـرو
مــا تـه رباب ډکـه پـېـالـه ښـکـارېږې


ستـا پـه نـظـرکـه نن مـجنون درځمه
مـا تـه لـېلـې اومـعـشوقـه ښـکارېږې


دعـقـله هـوښـه بېـګـا نـه سـومـه نـن
داتـه ګـنـاه او کـه تـوبــه ښـکا رېږې


مـېن (سـېـلاب) دېـدن دې نـورلـټـوې
دازه پـاګـل کـه تــه بــېده ښـکا رېږې 


هلمند.لښکرګاه.\۱۳۸۷\۱\۱۹


۰۷۹۹۱۷۹۱۴۳
۰۷۰۷۳۰۱۷۰۸