کور / تازه خبرونه / ویلیم ووډ: مونږ ملېشې نه جوړو، محلي ټولنې پیاوړی کوو.

ویلیم ووډ: مونږ ملېشې نه جوړو، محلي ټولنې پیاوړی کوو.

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر ویلیم ووډ نن د امرېکې په سفارت کې یوه خبري کنفرانس ته وویل امریکا د ولسمشر حامد کرزي هغه نظر چې محلي ټولنې دی پياوړی شي‌ تائیدوي.
هغه وویل دا کار ددی مانا نه لري چې نوی قدرت یا ملېشې را ژوندي کوي، ویلیم ووډ وویل ددی پروګرام له لاری هېڅ چا ته وسلې نه ورکول کیږي ولې محلي خلک باید وروزل شي او اعتماد زمینه دی ورته برابره شي.
هغه وویل دا کار ددی لپاره کوي ترڅو محلي ټولنې په خپله خلک یې وساتي هغه وویل د یوې سېمې خلک په بله سېمه کې فعالیتونه نه شی کولای.
ې ۲۰۰۸ کال غوره کال وباله ولې وی ویل ستونزی هم پکې وی.
هغه وویل د ۲۰۰۷ کال په پرتله سږني کال کې ځانمرګي بریدونه او د سړي تښتونې پېښې دوه برابره زیاتې وې.
ووډ وویل ددی ترڅنګ افغان امنیتي ځواکونه هم پياوړي شوي، هغه په سږني کال اقتصادي پرمختیا ښه وبلله، دوالیانو کاري ټیمونه یې فعال وښودل او د مخدره موادو په کرکیله کې کموالی یې د ۲۰۰۸ کال په بریاوو کې وشمیره.