روسیه به ډاډمنه خو عراق به بیا هم ړنګ وي
سږ کال د هماغه متل له مخی چی وایی د دوهمی ملکه الیزابت پر پاچهۍ یو بل ستونزمن کال ورعلاوه سو ، پای ته ورسېد خو راتلونکی کال به تر هغه هم بدتر وی .
هغه له ستونزو ډکي او جګړه ییزی سیمی چی په ۲۰۰۹ کی به یې وګورو ، په دې ډول دي :
۱ – د امریکا ۱۳٬۷ ټریلیونیزه پړسېدلی اقتصاد به نور هم پسی خرابیږی . امریکا د بې پروا پورونو او ارزانه اعتبارونو د سټیرویًید له نشې او مستۍ څخه څو لسیزی ښه مزې کش کړې خو اوس بیرته خپل لومړني حالت ته د ورتګ لپاره لاس او پښې وهی . د امریکا د خزانې لخوا د بلیونونو ډالرو چاپول باید باالاخره د انفلاسیون ( د پیسو پاړسوب ) یو عظیم توپان رامنځته کړی . د امریکا بې پشتیوانې پیسې ، ډېرېدونکې بېکاري ، او برباد سوې سپما به ضرور په نړۍ کی بنسټ پالنه او سیاسی تشدد وهڅوی . ښایی پنتاګون د نړۍ د تسلط او هم په عراق او افغانستان کی د جګړو د پر مخ بیولو لپاره هغه ۵۳۴ بلیونه ډالره چی غوښتی یې دي تر لاسه نه کړای سی . د ټاکل سوي ولسمشر بارک اوباما د انتخاباتی ژمنو سره سره ، د هیڅ کومی شخړی پای نه تر سترګو کیږی .
۲ – کاناډا به د وال سټریټ د تقلب څخه د ځان ګوښه کولو سره سره ، د امریکا د ناورین په خوله ورځی . نو اوټاوا ته لازمه ده چی د خپل اقتصاد د بیرته سمون په خاطر انفرادی او تجارتی مالیې او پوځی لګښتونه راټیټ کړی .
۳ – روسیه په بهتر حالت کی ښکاری . خو د امریکا او ناټو د محاصرې ، او هم ناټو ته د اوکراین او جورجیا د ورشاملولو هڅی هغه څه دي چی ښایی لوی بحران پیښ کړی . خو دا ښه دی چی د اوکراین سیاست پوهان خپلی تربګنۍ مخته سره بیایی چی د هغو له امله دغه لړزانه هېواد مخ پر ماتېدو ، جګړه ییز بحران ، آن د مورنۍ روسیې سره د بیرته جذبېدو خوا ته درومی .
۴ – په اټومی وسلو مجهز هند او پاکستان ، چی د ۱۹۴۷ راهیسی د ویشلي کشمیر په سر درې ځله سره جنګیدلي ، نن یو وار بیا د دې هیمالیایی غرني ایالت په سر خپلي توری له تیګی رااستلي دي . په تیر نوامبر کی د ممبی ډل وژنه چی احتمالأ د کشمیری بیلتون غوښتونکو لخوا وسوه ، دا واضح کوی چی دغه بحران باید ضرور حل سی . کشمیر نن د نړۍ د خطرناک ترینی اټومی مقابلې حیثیت موندلی دی . د هند پر خلاف د استقلال په هغه مبارزه کی چی د ۱۹۸۹ څخه راپیل سوې ، څلوېښت زره الی اتیا زره کشمیریان وژل سوي دي .
۵ – ایران د خپل اټومی پروګرام پر مخ بیولو ته تر هغه حده ادامه ورکوی چی که وغواړی نو وکولای سی اټومی وسلې جوړي کړي . اسراییل ، د امریکا د استخباراتو د دې څرګندونی سره سره چی وایی ایران خپل اټومی پروګرامونه تم کړي ، بیا هم امریکا پر ایران حملې ته ورټېل وهی . ښایی اسراییل په یوازی ځان هم په دې هیله حمله پر وکړی چی د امریکا پښه د ایران سره جګړې ته راوکاږی . دا کار به په عراق او افغانستان کی پر امریکایی ځواکونو باندی د ایرانی خاصو ځواکونو سختی حملې او هم د خلیج احتمالی بندښت رامنځته کړی چی د نړۍ څه نا څه ۴۰٪ تیل تهیه کوی .
۶ – د افریقا ډېر خراب انسانی بحران په دارفور کی نه بلکی په سومالیا کی دی . د هغه د لس ملیونیز نفوس نیمایی د لوږی په غېږ ورغلی دی . د سومالیا د تیری لسیزی یوازینی څه نا څه اغېزمن حکومت چی یو معتدل اسلامی غورځنګ و ، دوه کاله مخکی د امریکا او اتیوپیا د یرغل په اثر ونړول سو چی په نتیجه کی یې ګډوډي او د کښتیو چلولو وروستۍ تښتوني منځته راغلې . نو ځکه ښایی امریکا او برتانیه ژر په سومالیا او زمبابوې کی پوځی مداخله وکړی .
۷ – د فلسطین ۶۰ کلنه شخړه به ، د سولی د آرمان په ځپلو سره هماغسی دوام ولری . د امریکا لخوا د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو څخه ملاتړ چی مشري یې لیکود کوی ، له مخکی څخه لا د اوباما د نوي ادارې هغه هڅی تم کړي دي چی غواړی پر اسراییلو د مځکی د امتیازونو په بدل کی سوله تحمیل کړی .
۸ – ښایی په ۲۰۰۹ کی پر مصر باندی د ۸۰ کلن دیکتاتور حسنی مبارک اوږد مهاله واک پای ته ورسیږی ، چی په نتیجه کی یې ممکن د قدرت یوه متشدده شخړه پېښه سی . د امریکایی ملاتړ دغه دیکتاتوری اوس د اسلامی یا هغسی ملی انقلاب لپاره چمتو سوې ده چی جمال عبدالناصر یې لارښوونه کول .
۹ – عراق به همداسی له تشدد نه ډک ، مات او ټوټه وی چی د ټوپک والو او امریکایی پوځیانو پاچهی به پر چلیږی . که غټ شمېر امریکایی پوځونه ورڅخه راووزی نو ښایی چی کورنۍ جګړه یې له سره پیل سی . ایران به پر عراق خپله غېږ راوګرځوی .
۱۰ – افغانستان به د اوباما لپاره هغسی وی لکه عراق چی د جورج بوش لپاره و . دا چی پنتاګون غواړی تر پسرلي پوری دلته خپل پوځونه دوه چنده کړی ، نو دا کار به جنګ نور هم شدید او هغه به پاکستان یعنی هغه هېواد ته پسی ورپراخ کړی چی له مخکی څخه لا د تشدد او ښورښ د لمبې راوتونکیً لوګی دی .کاناډا په دې سره چی غواړی خپل پوځ د یوې استعماری جګړې لپاره نور هم سنبال کړی ، ځان په هغه کی نور هم رانغښتی دی . نو ځکه باید پر کاناډا یا په بهر کی د هغه پر منافعو د حملو په انتظار اوسو .
۱۱ – د چین د صادراتو ګړندی سقوط ، چی د هغه د کالني انکشاف ۱۰٪ جوړوی ، له مخکی څخه لا ټولنیزه نا ارامي پېښه کړې ده . که د چین « سوسیالیستی پانګوالی » همداسی لړزانه وی ، نو باید د هغه د داخلی چاودنی څخه ځانونه وژغورو . همدا راز ، د تایلینډ او کوریا زیاتېدونکو ناکراریو ته هم باید متوجه اوسو چی د دیکتاتور کیم جونګ ایل مړینه به د « غیر متوقعه بیا یو ځای والي » بېره د سیول او توکیو هوښ له منځه یوسی . پای
لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )
نېټه : ۲۸/ ۱۲/ ۲۰۰۸