د شنبې د ورځي راهيسي چي اسرائيلي جنګي الوتکو پر غزه باندي بمبارۍ
پيل کړي د نړيوالو رسنيو د خبرونو له مخي ١٤٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ده.
اسرائيلو وروسته له هغه پر غزه باندي بمبارۍ پيل کړې چي د کريسميس په ورځ د
حماس اسلامي ډلي پر بيت المقدس باندي توغندۍ وتوغولې او له امله يې يو اسرائيلى مړ
او څلور ټپيان سوي ول.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه ځانګړې غونډه کي پر
اسرائيلي حکومت ږغ کړى چي پر غزه باندي بريدونه ودوري، خو د اسرائيلو حکومت لا تر
اوسه هم خپلو حملو ته دوام ورکړى دئ.
بلي خواته د عرب هيوادونو مشرانو پرېکړه
کړې چي د جنوري پر لومړۍ نېټه يوه په دې اړه يوه عاجله غونډه ونيسي.
د سوريې
حکومت له اسرائيلو سره د سولي پيل سوي خبري تر نامعلومي مودې پوري ځنډولي او مصر هم
له اسرائيلو څخه پر غزه د بمباريو د درلو غوښتنه کړې.
د غزې او رام الله څخه
ورکړل سوي خبرونه وايي چي سيمه ايز روغتونه د ټپيانو تر عهدې نسي وتلاى او ډېرى
ټپيان وينو ته اړتيا لري.
د حماس د اسلامي غورځنګ جلا وطنه مشر خالد مشعل وايي
فلسطينيان به له اسرائيلو څخه خپل غچ په ځانمرګو بريدونو کي اخلي.
دا په داسي
حال کي ده چي د عربي هيوادونو مشرانو د حماس ډله پر اسرائيلو د توغنديو په بريد کي
مسئوله بللې او د دې ټولو مړو مسئوليت يې د دې ډلي پر غاړه ور اچولى دئ.
د
راپورونو له مخي د شنبې له ورځي راهيسي په غزه کي تر ٣٥٠ ډېر کسان وژل سوي او تر
زرو زيات ټپيان دي، د غزې د پوهنتون ودانۍ او مرکزي جومات هم پکښي زيان اوښتى
دئ.