کور / تازه خبرونه / کندهار: دوه کاناډايان مړه او څلور ټپيان سول

کندهار: دوه کاناډايان مړه او څلور ټپيان سول


د سړک د غاړي يوه بم دوه کاناډايي پوځيان او دوه افغان کارکوونکي وژلي او څلور نور پوځيان يې ټپيان کړي دي.
د کاناډايي ځواکونو يوه وياند اسوشيېټيډ پريس آژانس ته وويل چي ياد سوې پوځيان د کندهار په خطرناکه ولسوالي پنجوايي کي وژل سوي دي.
د نوموړي په وينا پر دوو پوځيانو سربېره دوه افغانان يو ژباړن او بل افغان پوليس افسر دئ، چي په ټپيانو کي هم يو کس د کاناډايي ځواکونو ترجمان دئ.
دا په داسي حال کي ده چي کاناډايي ځواکونو د ډسمبر مياشت د خپلو پوځيانو دپاره د مرګ ژوبلي په حساب يوه بدمرغه مياشت ګڼلې او د دې مياشتي په اوږدو کي د کاناډايي عسکرو مړينه اتو ته وختل.