کور / تازه خبرونه / پاکستان خپل پوځونه له ډيورنډ کرښي څخه د هند پولي ته ليږي

پاکستان خپل پوځونه له ډيورنډ کرښي څخه د هند پولي ته ليږي

اسلام اباد

د پاکستان د دفاعي چارو وياند ميجر جنرال اتر عباس وايي چي دوی پر ډيورنډ کرښه د مېشتو پوځونو لويه شمېره د پاکستان هند سرحدي سيمو ته لېږدوي ، نوموړي ويلي چي د ډيورنډ کرښي څخه د پوځونو لېږلو دوه دليلونه سته ، لومړی دا چي په اوسني موسم کي هغه سيمي چي پاکستاني پوځ  پکښي د ترهګرو د تګ راتګ مخه نيوله واورو پوښلي دي او د پوځ اړتيا نه ليدله کيږي ، نوموړی دوهم دليل دا وښود چي دولت يې غواړي سر له اوس څخه د هند د ممکنه بريد د پاره لږ تر لږه دفاعي پوځي تياری ولري .

تبصره نسته

  1. Pakistan is a Terrorest Country and this is so dangrees for all of the world