د سياسي او اقتصادي چارو کارپوه پوهاند ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کي يوې غونډي ته د وينا پر مهال پر افغان سياستوالو ږغ وکړ، چي پر يوه ټغر راټول سي او په ګډه د افغانستان د روان بحران د حل لاري چاري ولټوي.
پوهاند احمدزي پر ولسمشر حامد کرزي سربېره د جمهوري رياست له ټولو کانديدانو وغوښتل چي د يوه داسي ميکانيزم پر جوړېدو غور وکړي، چي د حکومت د وسله والو مخالفينو په ګډون د افغانستان ټولو سياسي ډلو ته پکښي د فعاليت حق ورکړل سوى وي.
پوهاند اشرف غني احمدزى چي په لنډ مهاله اداره کي د ولسمشر کرزي اقتصادي سلاکار، په منځمهاله حکومت کي د ماليې وزير او په منتخب حکومت کي لږ وخت د کاپل پوهنتون رئيس پاته سوى، د مصلحتونو پر بنياد د کرزي په جوړه سوې اداره کي يو له هغو ګوته په شمېر کسانو څخه ګڼل کېدئ چي پر پورتنيو مقامونو د خپلي علمي وړتيا له مخي ټاکل سوى و.
پوهاند احمدزى چي له نيژدې دوو کالو راهيسي په امريکا کي اوسېدئ، اوس د حامد کرزي د حکومت د منتقدينو په کتار کي راځي.
پوهاند احمدزى چي له امريکا څخه افغانستان ته راستون سوى، په نړيواله کچه د اقتصادي او سياسي چارو عالم ګڼل کېږي، که څه هم تر اوسه يې را روانو انتخاباتو ته د خپلي کانديدۍ اعلان نه دئ کړى، خو د ډېرو په ګومان د ولسمشر حامد کرزي، ډاکټرعلي احمد جلالي، رمضان بشردوست او يو شمېر نورو کسانو ترڅنګ به ښاغلى احمدزى هم دې چوکۍ ته خپل ځان نوموي.
پوهاند احمدزي په ٢٠٠٧ کال کي د ملګرو متلونو عمومي سرمنشي توب ته هم ځان کانديد کړى و، چي اوسنى مشر بانکي مون ځني مخته سو.