د شنبې په ورځ يوه ځانمرګي بريد کي لږ تر لږه پنځه تنه مړه او اته تنه ټپيان کړل.
د کندهار د پوليسو قومندان جنرال مطيع الله قاطع وايي پېښه نن ماځيګر مهال د پوليسو يوه امنيتي مرکز ته څرمه رامنځته سوې چي درې پوليس او دوه لارويان يې وژلي دي، او په ټپيانو کي هم درې تنه پوليس شامل دي.
د جنرال قاطع په وينا که څه هم د بريد کوونکي موخه د کاناډايي ځواکونو تېرېدونکى کاروان و، خو بهرنيانو ته پکښي زيان نه دئ رسېدلى.
دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي مېشتو کاناډايي پوځيانو د ډسمبر مياشت د تلفاتو په لحاظ خطرناکه بللې چي د دوى په وينا د دې مياشتي په اوږدو کي يې شپږ پوځيان وژل سوي دي، چي درې يې تېره اونۍ د سړک د غاړي په يوه چاودنه کي او درې نور يې د ډسمبر پر ١٣ – مه په يوه ورته پېښه کي وژل سوي وه.