د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت پر ملګرو ملتونو ږغ کړى چي له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر يو نړيوال پوځ جوړ کړي.
د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل له خپل هندي سيال پرناب مکرجي سره په ډلي کي تر ليدني وروسته وويل، ترهګري يوه نړيواله سرطاني ناروغي ده، چي د علاج دپاره يې بايد د نړۍ ټول هيوادونه هلي ځلي وکړي.
سعود الفيصل له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چي د دې ناروغۍ د علاج دپاره دي د نړۍ له ټولو هيوادوو څخه پوځ تشکيل کړي، خو نوموړي دا څرګنده نکړه چي له دغه پوځ څخه به څوک، د کومو شرايطو له مخي څنګه کار اخلي؟