الله تعالى انسان اشرف المخلوقات او احسن پيدا كړی دی ، د ټول كائنات ځمكي آسمانونو او په دې كښي د پټو ټولو خزانو كنجياني يې د انسان په دماغو كښي ايښى دي او بار بار ور ته د سوچ او تفكر بلنه وركوى .ټول خواروكونه په شمول د ميوو او سبزو چي شميرل يي هم ګران دي، د رب د طرف نه لوی نعمت دی ،كله كله د قدرتي قانون نه د انحراف په وجه او د حد نه د تجاوز يا اصراف په وجه كله كله د ښه نه ښه او فائده مند نه د فائده مند څيزخوړلو سره بدن ته دې د پاره نقصان ورسي چي مونږ ورسره هم په هاغه وخت داسي څۀ څيز خوړلي وي چي په هغي كښي زهريله اثرات راپيدا كړي .ددې د پاره د مودو مودو راسي حكيمان او طبيبان ځيني خواروكونه د ځينو خواراكو نو سره يو ځا ی خوړلو نه منع كوي.هغه خوراكونه چي په شريكه خوړلو سره زهرجن اثرات پيدا كوي او بنده د مختلفو پيچيده مرضونو سره مخ كوى هاغه دا دي:
پيو(شيدو) سره سركه يا ليمبو ،غوښه ،كبان جامن املى او شراب . كبانو سره شا ت ،مستو سره ګرمه روټئ بادرنګ سره وريجي ، وريجو سره سركه ، شوملو ( شلومبو ) يا مستو سره كيلا ،غوړو سره شات چي وزن يې برابر وي ،تيلو سره غوړي ، خټکی او مولئ سره شات ، خربوزې سره ماسته ، ها ګانو سره ماسته ،مولئ سره ماسته ،ماستو سره اچار ،شر بت يا يخو او بو پسي چا ئ يا چايو پسي شربت يا يخي اوبه ،غوښي سره سركه او شات ،هند واني سره شملي ، هند واني سره بادرنګ .
كله كله داسي هم وشي چي په خال خال ځيني خلقو د دې خواراكونو په شريكه خوړلو سره څۀ نقصان نه رسى ولي ددې دا مانا نه ده چي ګنې د خواراكونو كيمايي تركيبات او اصول بدل شو بلكي د انتها ې صحت مندو خلقو د بدن مدافعتى نظام دومره پياوړي او مضبوط وى چي ددي خواراكونو په شريكه د خوړلو نه د پيدا كيدونكو زهريلا اثراتو نه په قد رتي توګه محفو ظ وي .