په نړيوالو بازارونو کي د تيلو قيمت مخ پر ټيټه روان دئ، خو په افغانستان کي لا اوس هم د نوري نړۍ په پرتله څلور چنده لوړ دئ.
د اوپيک سازمان له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي، د تيلو بيه د ٢٠٠٣ کال د هغه وخت نرخ ته راټيټه سوې چي امريکا لا پر عراق يرغل نه و کړى.
په ٢٠٠٣ کال په نړيوالو بازارونو کي د يوه بېرل تيلو بيه د ٣٥ ډالرو په شاوخوا کي وه، په داسي حال کي چي سږکال يې تر ٢٠٠ ډالرو پوري د لوړېدو خطر موجود و.
د روان کال د جولاى په مياشت کي د يو بېرل تيلو قيمت يو١٧٦ ډالرو ته ورسېد.
تېره ورځ په نيويار ک کي د يوه بېرل تيلو نرخ ٣٥ ډالره اعشاريه ٣٥ سينټه و.
سره له دې چي په نړيواله کچه د تيلو قيمتونه راټيټ سوي، خو په افغانستان کي اوس هم پر پخواني حال پاته دي.
تېره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان د تجارت وزير محمدامين فرهنګ په همدې خاطر له دندي ګوښه کړ، چي د نرخونو په کنټرول او هيواد ته د تيلو او ګازو په واردلو کي پاته راغلى و.
کارپوهان وايي د تجارت وزارت چارواکي او د تيلو واردوونکي تجاران درغلي کوي، د تيلو واردول يې لږ کړي، په دې خاطر ډېر تيل نه واردوي چي نرخونه به يې راټيټ سي.