افغان حکومت د هغو قبرونو د ساتني په باب له ناټو ځواکونو څخه د مرستي غوښتنه کړې چي د هيواد په شمال کي د کورنۍ جګړې پر مهال په زرونو کسان پکښي وژل سوي دي.
دغه قبرونه د هيواد په شمال کي د ليلى په دښت کي دي چي د ځينو شمېرنو له مخي په ١٩٩٨ او ٢٠٠١ کال کي تر ٢٠٠٠٠ شلو زرو زيات طالبان د شمالي ټلوالي د ملېشو له خوا پکښي وژل سوي دي.
افغان حکومت وروسته له هغه له ناټو ځواکونو څخه د دې قبرونو د ساتني غوښتنه وکړه، چي سيمه ايزو چارواکو وويل د جنرال دوستم ملېشې دې ځاى ته د شپې له خوا راځي او د بلډوزونو په وسيله هغه په زرونو طالبان له قبرونو راباسي او پر يوه نامعلوم لوري يې وړي، چي يو ځل يې په ١٩٩٨ او بيا يې په ٢٠٠١ کال کي د امريکايي پوځي مشاورينو په مخ کي په ډله ايز ډول وژلي وه.
ځايي اوسېدونکي وايي جنرال دوستم له دې بيري دا کار کوي چي که نن وي که سبا د دغو معصومو انسانانو په وژنه به د محاکمې ميدان ته راکشېږي.
د ليلى دښت په ١٩٩٨ کال کي وروسته له هغه نړيوال شهرت پيدا کړ، چي د جنرال دوستم پخواني ملګري جنرال ملک له طالبانو سره لاس يو کړ، د فارياب، جوزجان، سرپل او مزارشريف ولايتونه يې طالبانو ته وسپارل، او درې ورځي وروسته يې بيرته له طالب جنګياليو سره د سولي تړون مات کړ او د ځينو مشهورو طالب قومندانانو په ګډون يې په زرونو طالبان د ليلى په دښت کي په ډله ايز ډول ووژل.
په ١٩٩٨ کال کي د نړيوال سره صليب، بشري حقونو او ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو بې طرفو منابعو د دغو وژنو پخلى وکړ او مسئوليت يې د جنرال دوستم او جنرال ملک پر غاړه ور واچاوه.
د ٢٠٠١ کال په ډسمبر کي د ليلى دښت يو ځل بيا د هغو طالب جنګياليو د ډله ايزو وژنو شاهد و، چي د هيواد په شمالي سيمو کي پر افغانستان د امريکايي سرتېرو تر يرغل وروسته د جنرال دوستم ملېشو ته تسليم سوي وه، چي په بندو کانټينرونو کي په همدې دښت کي ووژل سول.
د دې وژنو مسئوليت که څه هم د نړيوالو بې طرفه ادارو له خوا د جنرال دوستم پر افرادو اچول سوى، خو نوموړى د دې کسانو وژل ردوي.
د کمونيستي ملېشو مشر جنرال دوستم چي د مجاهدينو تر انقلاب وروسته د يوه مجاهد په څېره کي راڅرګند سو، په نويمه لسيزه کي تر قومندان احمدشاه مسعود او ګلبدين حکمتيار را وروسته دريم پياوړى قومندان و، نوموړى په کورنيو جګړو کي د يوې او بلي ډلي د کسانو په وژنه کي تر ټولو وحشي او ظالمه څېره ګڼل کېږي.
جنرال دوستم يو کال دمخه لا د حامد کرزي په حکومت کي يوه لوړه پوځي دنده درلوده، چي له خپل پخواني دوست اکبرباى سره تر يوې شخصي شخړي وروسته يې له لاسه ورکړه او څارنوالۍ ته معرفي سو.
جنرال دوستم چي د حکومت د اپوزيسون ډلي متحدي جبهې کليدي غړى دئ، له تېري يوې مياشتي راهيسي يې له افغان حکومت سره تر يوه جوړ جاړي وروسته په ترکيه کي سياسي پناه اخيستې ده.
د افغانستان د جمهور رئيس حامدکرزي وياند همايون حميدزاده له بي بي سي راډيو سره په خبرو کي وويل چي د ليلى دښت د قبرونو د ساتني په منظور يې د ناټو قواوو څخه مرسته غوښتې.
د امريکا په ګډون د ناټو تړون ځيني هيوادونه چي له جنرال دوستم او نورو جنګي قومندانانو سره نيژدې اړيکي لري، څوک دا نسي ويلاى چي ناټو ځواکونه به د حکومت دا غوښتنه ومني که يا؟
او دا چي دولت به وتوانېږي چي د دې ډله ايزو وژنو په تور د جنرال دوستم او جنرال ملک غوندي پياوړي قاتلين د محاکمې مېز ته راکش کړي، راتلونکى به يې جواب کړي.