په کونړ کې د يونيک په نامه د سرک جوړونې دکمپنۍ کارکوونکي وايي چې د امريکايي ځواکونو په بريد کې د دوی څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي. ديادې کمپنۍ مشر انجنير حسيب الله وايي چې پرون غرمه په څوکۍ ولسوالۍ کې د مېشتو باندنيو ځواکونو له مرکز نه يوه مرمۍ راغله او د دوی د کارګرو په منځ کې ولګېده چې په ترڅ کې د دوی اته تنه ساتونکي مړه او ژوبل شول، د حسيب الله په خبره دا لا نه جوته چې يادو ځواکونو دا کار قصدآکړی او که سهوآ او دوی لا هم نه دي توانيدلي چې په دې اړه ورسره اړيکي ونيسي. په کونړ کې مېشتو ايتلافي ځواکونو او دولتي چارواکو تر دا مهاله ددغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.