د پېښور پوليسو د افغان تښتول سوي سفير حاجي عبدالخالق فراهي د تښتوونکو د نيولو خبر ورکړ.
پاکستان ته د افغانستان سفير حاجي عبدالخالق فراهي د سپتمبر پر ٢٢ – مه نېټه د پېښور په حيات آباد کي د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول سو، چي تر اوسه يې سرنوشت معلوم نه دئ.
د پېښور د پوليسو مشر ملک نويد خبريالانو ته وويل چي د ښاغلي فراهي تښتوونکي يې نيولي دي، خو تښتوونکو چي په کومه سيمه کي ښاغلى فراهي ساتلى دئ، هغه د پاکستان د حکومت تر کنترول لاندي نه ده.
د ملک نويد په وينا د ښاغلي فراهي او يوه بل اېراني ډيپلومات چي دوې مياشتي مخکي تښتول سوى دئ، د تښتولو په تور نيول سوي کسان د قبايلي طالبانو سره تړاو لري.
د يادوني وړ ده چي د پېښور پوليسو په تېرو درو مياشتو کي څو ځله دې ته ورته څرګندوني کړي دي، خو د ښاغلي فراهي د تښتوونکو په پېژندنه او د هغه په خلاصولو کي هيڅ پرمختګ نه دئ سوى.