زموږ رییس چې دقدرت یوه نمونه ده تل يې د ځان لاندې بالښتونه ایښي او چار زانو پر ناست وي . چا ته چپ چپ ګوری خو ډیرې اغیزناکي سترګې لري تل يې وتلې خیټه پر میز پرته وي لکه ډهل پلنه پزه، پړسیدلې ځوړندي شونډې یې د انسان جرا ت سلبوي .
هغه کرار کرار په حساب ږغیږي؛ آینکې نه ایږدي خو تل وايي آینکې مې هیرې شوی نوځکه لوستل او لیکلای نشم
چې کوم مکتوب ورته راشي بیا خپل چپک پیاده ته زنګ وهي دهغه مخ ته مکتوب کښته پورته کوی او بیا لکه پیغله د حیا په ډکه خندا هغه ته وایې: اله هلکه! راشه دا لیک راته ولوله زما آینکې هیر شوی دي
اوس پوره اووه کاله و شوه چې رییس صیب هره ورځ خپلې آینکې هیروي
یو ورځ پیاده رییس ته چې نور د هغه انډیوال شوی وو وویل : دا اووه کاله کیږې چې ما ستا اینکې ونه لیدې.
هغه پیاده ته په یوه نرۍ مسکا سره وویل: ما هم والا که تر اوسه لیدلي دي
پیاده ورته وویل: اخیر رییس صحب! که رښتیا درته ووایم ما هم درواغ درته ویلي زه هم بې آینکو لیک نشم لوستلی.
د رییس خوله له تعجبه ویته پاته شوه.