د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د الشرق الاوسط ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې پاکستان د ترورزم او القاعده په مرکز بدل شوې دې.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د هند د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې په پاکستان کې شته ترورستي ډلې په نړۍ کې د امن او سولې لپاره یو ستر ګواښ دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې په دوبۍ کې د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو ترمنځ د خبرو دویم پړاو پیلیږي چې د ورخباڼې په وینا د دولت او مخالفینو سربیره د ملي جبهې استازي به هم پکې برخه ولري.
ورځپاڼې په عینې حال کې په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي دي چې امریکا کولې شي له منځ لارو طالبانو سره خبرې وکړي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې د غړو په حواله لیکلي دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په نوي پړاو کې دوې ته بلنه نده ورکړل شوې.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په کابل کې له هلمند نه د راغلو کډوالو حالت ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د اقتصادي ستونزو له کبله درې ماشومان لیلام ته کیښودل شول.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو د زیاتولو مسله راغستې او لیکلي دي چې ددغو سرتیرو یوه برخه د کابل په شاوخوا سیمو کې ځاې پر ځاې کیږي.
د انیس دولتي ورځپاڼې بیا د شیکاګو ټړیبیون ورځپاڼې سره د ولس مشر کرزي د مرکې بشپړ متن خپور کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د افغانستان قانون او خپلواکۍ ته باید درناوې وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې افغانان نه ترورستان دي او نه هم افراطیان دي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د ولس مشر کرزي وروستیو څرګندونو ته ځانګړې کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي که چیرې د ملکي خلکو مرګ ژوبله دوام وکړي نو و به وایو چې له افغانستان نه ووځۍ.
دې ورځپاڼې هم د خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په اشارې د امریکا او منځ لارو طالبانو ترمنځ د خبرو په امکان تبصره کړیده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په ایران کې له افغان کډوالو سره ددغه هیواد د چارواکو د ناسم چلند په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې په ایران کې افغانان کډوال نه بلکه تیري کوونکي ګڼل کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان روانه وضع څیړلې او د هغې په وړاندې د حکومت کړنې کمزورې بللې دي.
په ورځپاڼه کې د هند او پاکستان ترمنځ روانې لانجې ته په اشارې په یو مطلب کې لیکل شویدي چې د هند د بهرنیو چارو د وزیر تر خبرداري وروسته د پاکستان هوايي ځواکونو د تیارسۍ حالت خپل کړې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې په افغانستان کې دې خپلې تیروتنې ومني.
خو اصلا بیا په هیواد کې د اداري فساد مسله راغستې او لیکلي دي چې شته پیچلې قوانین او لارې چارې د فساد د خپریدو اصلي اسباب دي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په سیمه کې د ترورزم په وړاندې روانه مبارزه د روانې بیړۍ تر ټولو لویه لوبه بللې ده او لیکلي دي چې امریکا په منځنۍ اسیا کې د ترورزم له ماتې نه هم لوړ اهداف لټوي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د امریکايې سرتیرو د زیاتولو مسله راغستې او هغه يې د افغانستان د بشپړ نیولو هڅه بللې ده.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د افغانستان د سرحدي سیمو قومونو ته د وسلو د ورکولو لپاره د امریکا په طرحې د کاناډا ددفاع د وزیر اندیښنه هم راغستې ده.