غوښتى دى موږ تل له هغو نه د ګلونو باران د چا فطرت چي اورول دي د زخمونو باران د زړه پر غولي مي بيا مړه مړه خوشبويي خوره سوه را اوري بيانرى نرى ستا د يادونو باران اوس پردى كور دى پردى واك دى نامړدي مي نده اوس رانه مه غواړه اشنا د ديدنونو باران دغه هم وايې چي شبنم پر ګلو ښه خوند كوي بيا ولي ګرزوې له مخه په لاسونو باران سلطان دعا كوي چي وسي د رنګونو باران سلطان زخپېل بورى غزل د اغزو په نامه لو دى خو ګلونه رېبل كيږي زموږ اشر يې باندي كړى زموږ سرونه رېبل كيږي د ژوندون هره لمحه تر بله سخته ده ترخه ده له ذهنو مو د ماضي خواږه يادونه رېبل كيږي چا چي دلته تاج محل غوندي شاهكار د ميني جوړ كړ له هغو نه د انعام پر ځاي لاسونه رېبل كيږي بې ګودره موږ په هر ګل له پېزاره سره ګډ سو زموږ د ځان فېصلې نسته زموږ فكرونه رېبل كيږي د ارې غوندي زږه باڼه يې يو تر بله خېزي هلته مه ورځه سلطانه هلته زړونه رېبل كيږي
پرخپل ګرېوان به د هغه سړي تصوير جوړوي