کور / راپور / سعودي عربستان دښځو لپاره دنړۍ تر ټولو سترپوهنتون جوړوي.

سعودي عربستان دښځو لپاره دنړۍ تر ټولو سترپوهنتون جوړوي.

 


د ګارډين ورخپاڼې په حواله  ددې پوهنتون له پرانستل کېدو وروسته به  څلوېښت  زره  زده کړيالانو (محصلو) ته د شاملېدو حق ورکړل شي  ددې ورځپاڼې په قول دا پوهنيز مرکز ٨ ميليون مترمربع مساحت لري او تر ٢٠١٠ زېږدي کال پورې به گټې اخيستنې ته چمتو شي د عربستان د ماليې وزارت  ددې پوهنتون د ځانګړنو په باره کې وويل : دا پوهنتون  به کتابتون،د ١٥پوهنځيو لپاره د کنفرانس تالارونه،څو لابراتوار خونې او يو اووه سوه بستريز روغتون ولري . اوس مهال عربستانۍ ښځې د نور ابن عبدالرحمن په  لوى زده کړيز مرکز کې چې په پلازمېنه رياض کې دى زده کړې کوي ،چې ددې هېواد په نورو پوهنتونونو کې ورته د زده کړې اجازه نه نشته . دسعودي عربستان د زده کړيالانو(محصلينو) ٥٨ سلنه ښڅې جوړوي ،خو عربستانۍ ښځې يوازې  ١٦ سلنه ددې هېواد په دولتي ادارو کې په  کار بوختې دي .