کور / سياسي / دتروریزم سره دجګړې په پلمه افغان وژنه به ترکومه روانه وې؟

دتروریزم سره دجګړې په پلمه افغان وژنه به ترکومه روانه وې؟

وروسته ترهغه چي دتروریزم پروړاندی دجګړې سرلاری اودامریکی دمتحده ایالتونوولسمشربوش اودهغه دکابینې ددفاع وزیررابرت ګیس افغانستان ته په سفرراغلل اوپه دغه هیوادکی یی دتاوتریخوالی دکمولودیوی نوي خونامشخصی ستراتیژۍ یادونه وکړه یوځل بیادهیوادله ګوټ ګوټه دنړیوالوځواکونوله لوری دملکی وګړودمرګ ژوبلی ، خپلسره پلټنو اوناقانونه نیونوخبرونه ترلاسه سوې.

په تیرولسوورځوکې دهیوادپه جنوب، جنوب لویدیڅ، شرق اومرکزی سیموکی دبیلابیلوپیښوپه ترڅ کی دنړیوالوتوپک په لاس عسکروله خوادښځواوماشومانوپه ګډون شاوخوا۱۵تنه وژل سوی ، ۲۲تنه ټپی سوی اودیوی میرمني په ګډون نهه تنه نورلاس تړلی بیول سوی دی .

ددی لړۍ وروستۍ پیښه تیره شپه دخوست ښارختيځ پلو اته كيلومتره لرې  په صحراباغ  نومي سيمه  كې د ناټو ځواكونو له لوری   پر يوه كور پوځي عمليات دی ، چې په پايله كې يې  دنوموړې  كورنۍ ديوې ميرمنې په ګډون  درې تنه وژل شوي ، څو تنه نور ټپيان  شوي دي  اودیوی میرمنی په ګډون پنځه تنه يې دبهرنیانوله خوا بیول سوی دی .

دنړيوالوځواكونوپه هوايي بمباريوكي دولسي كسانومرګ ژوبله اوس داسي موضوع ګرځيدلي چي  په مياشت كي يي  يوځل خامخا دهيواد له يوه كونجه خبروركول كيږي .

دا وژنې او قتل و قتال، چې په لسګونو واره د امريكايي او ناټو ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې ترسره شوى، سلګونه تنه يې د بربادۍ او تباهۍ كندې ته ټيل وهلې، خو لا تراوسه هم، چې  د جمهور رئيس كرزي د جمهوري رياست د دورې ختمېدو ته ډېر وخت نه دى پاتې، د دغو جنايتونو د پاى ته رسولو لپاره كومه حل لاره نه ده پلټل شوې او د هرې رامنځته شوې پېښې لپاره جمهور رئيس كرزى كميسيون جوړوي او بيا دا هم نه څرګندېږي، چې دغه كميسيون څه وكړل او ګټه يې څه وه؟

هركله چي داسي يوه فاجعه رامنځته كيږي نودخلګوددلاساه كولولپاره يي يوازي حكومت دونه كوي چي كميسون وټاكي ترڅوموضوع وڅيړي .

دكميسون لوي كارداوي چي دقربانيانوهغه شميره چي خپلواكوسرچينوتائيدكړي وي كمه وښيي اوپاي دپيښي په اړه ياخوبخښنه وغوښتل سي اويايي هم دتشي تيروتني په بللواودقربانیانوکورنیوته دڅوپیسوپه ورکولوسره كمبله ټوله كړي .

حكومت د وژل شويو افغانانو ديت هومره ناڅيزه ټاكلى، چې خلك يې په اخيستلو هم شرمېږي او نه غواړي، چې د جمهور رئيس كرزي خيراتي پيسې ترلاسه كړي، چې څرګنده بېلګه يې په ننګرهار كې وليدل شوه، ځكه خلك د جنايت د عاملانو له محاكمه كولو پرته پركمې سزا نه وو قانع او دا داسې غوښتنه ده، چې جمهور رئيس كرزى يې هم  نه شي ترسره كولاى او كه نه نو په دې تېرو څلورو پنځو كلونو كې يې نه يوازې بې وسي نه ښودله، بلكې  له اوباما څخه يې په افغانستان كې د ملكي وګړو د ژوند د خونديتوب غوښتنه هم نه كوله.

دا د افغانانو لپاره ترټولو دردونكي ده، چې د خپلو سترګو په وړاندې د خپلو بې ګناه اولادونو، خويندو او ميندو د وژل كېدلو ډله ييزه ننداره وكړي.

نو په داسې يوه هیواد كې، چې د انسانانو قيمت يې يوازې سل زره افغانۍ وي او د لسګونو تنو مرګ ژوبله د يوه بهرني مشاور د يوې مياشتې تنخوا اندازه هم برابره نه كړي، نوڅه دليل به موجود وي، چې دا ډول جنايتونه دې ترسره نه شي؟ او څه دليل به موجود وي، چې په دا ډول وژنو كې دې د بهرنيو پوځيانو لاسونه ورېږدې؟

د۱۳۸۶كال دوري په ۲۸دبشري حقونودڅارنړيوال سازمان په ۱۶۶مخيزراپوركي دامريكايي اوناټوپه عملياتوكي دټول ټال ۳۲۰ولسي وګړودوژل كيدوخبروركړي وو.

خود۲۰۰۷ميلادي كال دپاي پرمهال دملګروملتونوسرمنشي بان كي مون ډاګيزه كړه چي په تيريوه كال كي په افغانستان كي اته زره عام ولسي وګړي په بمباريو، ځمكنيوعملياتو، چاودونو، دسړك دغاړي په بمي بريدونواوځانمرګي بريدونوكي وژل سوي دي .

په دوه زره اتم كال كي تراوسه د خپرو شويو رپوټونو له مخې ويل کیږی شاوخوا پنځه زره تنه وژل شوي، چې ۱۴۵۰ تنه يې ناپوځي خلك دي. كه څه هم، چې دا شمېره دقيقه نه بريښې، خو بيا هم د ۱۴۵۰ تنو ملكي وګړو وژل كېدنه د افغانستان لپاره يولوى ناورين دى، چې د طالبانو او بهرينو ځواكونو په حملو كې رامنځته كېږي.

دبهرنيوځواكونوخپلسره عمليات، دحكومتي اونړيوالوځواكونوترمنځ دهمږغي نشتوالى،دبريدپرمهال دډيرزوراودرنووسلوكارول، له ملكي ميشتوسيموڅخه دطالبانوبريدونه اوپه جګړه كي دښكيلوغاړوله لوري دجنګي قوانينونه مراعت په ټوله كي هغه لاملونه دي چي ولسي وګړودمرګ ژوبلي كچه يي ډيره كړي.

د ۲۰۰۱ كال د اكتوبر له اوومې راهيسې، چې امريكايان اودهغوی ملګري په افغانستان كې ميشت شوي،همیشه يې له بشري او نړيوالو پوځي قوانينو څخه سرغړونه كړې.

د خلكو په كورونه چاپه وهل، د بې ګناه خلكو نيونه، د بې ګناه وګړو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو وژنه، په زندانونو كې شكنجه او ځورونه هغه ټكي دي، چې په هېڅ ډول انسان پالو او پوځي قوانينو كې مجاز نه دي ګنل شوي او ټول يې غندنه كوي.

د ژنيو د ضميموي ميثاقونو د پرتوكولونو د ۵۰ مې مادې پربنسټ، چې په وسله والو نښتو كې د قربانيانو ملاتړ كوي، ټينګارشوى، چې ملكي وګړي نبايد ترحملې لاندې ونيول شي. د دغو ميثاقونو له مخې ټولې هغه كړنې او ګواښنې، چې له تاوتريخوالې ډكې وې او مقصد يې د خلكو په منځ كې د ډار او وحشت خورول وي، منع شوي دي.

د ژنيو د ميثاقونو د الحاقي پروتوكولونو د ۵۰ مادې په څلورم بند كې بيا ډاګېزه شوې ده، چې ړندې حملې، د بمباريو په ګډون، چې د پوځي موخې په توګه عامي سيمې په نښه كوي او په هغو حملو او بريدونو كې ، چې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې ويره وي او عامه شتمنيو او كورنو ته زيان واړوي منع دي.

پایله داچي په افغانستان كي دملكي وګړودمرګ ژوبلي شميرهغه مهال راټيټي داي سي چي د بهرنيو ځواكونو له خپلسره اوبي بندوباره عملياتومخنيوي وسي ، هوايي عمليات كم سي ، يوه هراړخيزه ستراتيژي رامنځته سي اودجګړي دقوانينوسرغړونكي محكمي ته كش كړل سي .

دکتونکوپه باور، كه چېرې افغان حكومت له خپلو نړيوالو ملاتړو سره يوځاى په خپلو ترسره شويو كړنو او اعمالو له سره كتنه ونه كړي او غربی ځواکونه د روسانو په څېر خپلې ناكامې تجربې تكرار او د د عامو وګړو مرګ ژوبله روانه وي، بې كاري او لوږه د اوس په څېر د خلكو د غاړې طوق پاتې شي، د انسان تښتونې، لوټ، تالان او غلاوو مخه ونه نيول شي، په روان كال كې هم د څه بهبودۍ هيله نه شي كېداى او لا به د افغان دولت د مخالفانو پرلور د خلكو متمايل كېدلو ته لار پرانېزي. 

farzan_ltf@yahoo.com