کور / تازه خبرونه / ولسشمر: منتظر الزيدي يو ډېر باهمته كس دئ

ولسشمر: منتظر الزيدي يو ډېر باهمته كس دئ

 


Muntazer al-Zaidi, a TV reporter from al-Baghdadiya, who threw his shoes at President George Bush and called him a dog in Arabic (Source: Reuters)



د وينزويلا جمهور رئيس هوګوشاويز وايي هغه عراقي ژورناليست چي د امريكا ولسمشر يې په بوټ وويشتئ يو باهمته انسان دئ.
د وينزويلا په پلازمېنه كراكس كي پارلمان ته د وينا پر مهال جمهور رئيس هوګوشاويز وويل كه څه هم په بوټ د يو چا ويشتل ښه كار نه دئ، خو د البغداد تلويزون خبريال منتظر الزيدي ډېر ښه كار وكړ .
د وينزويلا ولسمشر هوګوشاويز چي خپله هم د امريكا مخالف دئ، وخت ناوخت د امريكا رئيس جمهور په سپكو  الفاظو يادوي. نوموړي تېره مياشت هغه وخت د ټولي نړۍ مشران په حيرت كي واچول، چي په نيويارك كي يې د ملګرو ملتونو په سرمشريزه غونډه كي د امريكا جمهور رئيس بوش شيطان وباله.


د وينزويلا جمهور رئيس هوګوشاويز